وزيراعظم عمران خان د تبليغي جماعت امير حاجي عبدالوهاب په مړينه خواشيني وښودله

image

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د تبليغي جماعت امير حاجي عبدالوهاب په مړينه خواشيني ښودلې۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د غمرازې په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې د حاجي عبدالوهاب به د عالم دين شخصيت په توګه او د ده خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ وزيراعظم د حاجي عبدالوهاب لوړو درجو لپاره دعا وكړه او وې وئيل چې لوي څښتن دې ارواښاد ته په جنت الفردوس كښې اعلٰي مقام وركړي۔ وزيراعظم د حاجي عبدالوهاب كورنۍ سره هم غمرازي وكړه۔

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں