پاکستان پيپلز ګوند په اقتدار کښې راتللو سره د غربت او بې روزګارۍ په ضد مقابله كوي۔بلاول بهټو زرداري

image

مظفرګړھ 20جنوری (اے پی پی) بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې پاكستان پيپلز ګوند په اقتدار كښې راتللو سره د غربت او بې روزګارۍ په ضد مقابله كوي او ګراني به ختموي ٬ دا د بلاول بهټو وعده ده٬ هغه د خپلو مشرانو څخه زدكړه كړې چې د طاقت سرچينه اولس دې۔ د پاکستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د دې خيالاتو څرګندونه د کوټ اډو سپورټس ګراونډ کښې د اليکشن 2024 د انتخابي کمپاين په موقع عوامې جلسې ته په خطاب کښې كړي ۔ ده وئويل پي پي پي د پسمانده طبقو نمائندګي كوي ۔ ده وئويل اقتدار كښې راتللو سره به اولس له 300 يونټ برېښنا ويړيا وركولې شي او دا د بے نظير بهټو د زوي وعده ده۔ده ووئيل چې کروندګرو له به د کسان کارت ورکولې شي، چې د لارې به يې د فصل بانسورنس كولې شي او د فصل د زيان په صورت کښې به حكومت دغه زيان زغمي او که کروندګر مالي مرسته اوغواړي نو هم به وركولې شي ۔ ده ووئيل چې د ځوانانو لپاره يې يو انقلابي پروګرام هم لرو، چې د لارې به يې حكومت ځوانانو له د ځوانانو کارډونه ورکوي دغسې چې د ځوانانو مرسته وكړې شي ۔بلاول بهټو زرداري ووئيل زه ستاسو څخه غوښتنه کوم چې د فرورۍ په اتمه نيټه تير مهر ولګوي، دا د زمونږ د مزدورانو او مشرانو نښه ده، ده وئويل ټاكنو كښې به د پيپلز ګوند كانديدان كاميابوئ۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں