د صحافت آزادي بنيادي حق دے٬دا په هېڅ صورت سلب كېدے نه شي۔ د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د پاكستان آبزرور چيئرمېن فيصل زاهد ملك سره خبرې

image

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئيلي دي د صحافت آزادي بنيادي حق دے٬دا په هېڅ صورت سلب كېدې نه شي٬د ټاكنو په كوريج كښې مېډيا مهم كردار لري٬ ميډيا د كانديدانو او ووټرز ترمينځه د پل كردار ادا كوي٬ميډيا له په شواهدو اډانه مستند معلومات اولس ته رسولو كښې غېر جانبداره كردار د ادا كولو ضرورت دے۔ده دا خبره د نهې په ورځ د پاكستان آبزرور چيئرمېن فيصل زاهد ملك سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې۔په ملاقات كښې د ميډيا٬ريجنل پرېس ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو٬راتلونكو ټول ټاكنو 2024 كښې د ميډيا كردار او د صحافت په آزادۍ د خيالاتو څرګندونه شوی۔د اطلاعات نګران وفاقي وزير ووئيل لنډ مهاله حكومت د صحافت په آزادۍ پوخ باور لري٬د صحافت آزادي بنيادي حق دے٬دا په هېڅ صورت سلب كېدے نه شي۔ده ووئيل د ټاكنو په كوريج كښې مېډيا مهم كردار لري٬ ميډيا د كانديدانو او ووټرز ترمينځه د پل كردار ادا كوي٬ميډيا له په شواهدو اډانه مستند معلومات ازلس ته رسولو كښې غېر جانبداره كردار د ادا كولو ضرورت دے۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل حكومت خبريالانو ته تربيه او تكنيكي مرستې وركولو له خوښي لري۔خبريالانو د هېواد پرمختګ او استحكام كښې تل مهم كردار ادا كړے۔په دې موقع د پاكستان آبزرور چيئرمېن فصيل زاهد ملك د صحافت آزادۍ او د خبريالانو خېرښېګړې لپاره د حكومت د عزم ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں