د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی جسټس (ر) سيد ارشد حسېن بنو كښې د پوليو ډلې په حفاظت مامور پوليس اهلكارو باندې ډزو غندنه وكړه

image

پېښور 09جنوری(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد ارشد حسېن شاه بنو كښې د پوليو ډلې په حفاظت مامور پوليس اهلكارو باندې د ډزو د پیښې غندنه كولو سره پېښه كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ۔په جاري شوي د غمرازۍ بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د شهيدو شوو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔وزيراعلٰی په پیښه كښې د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دغسې وزيراعلٰی تېره ورځ په شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله كښې د يو امنيتي اهلكار په شهادت هم د افسوس څرګندونه كولو سره غم جنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې وزيراعلٰی د غم جنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں