اسلام آباد۔04جنوري (اے پی پی)د صحت نګران وفاقي وزیر ډاکټر ندیم جان وئېلي دي جعلي او د ان رجسټرډ داروګانو خلاف د کریک ډاؤن لړۍ روانه ده ،ډریپ او ایف آئي اے کراچۍ ډي ایچ اے كښې په يو كور چھاپه وهلو څخه ان رجسټرډ داروګان او طبي آلات په لوئي مقدار نيولي دي ۔ د زيارت په ورځ صحت وزارت نه د جاري بیان تر مخه ډاکټرندیم جان ووئېل ډریپ او ایف آئي اے په شريکه کارروائۍ كښې کراچۍ ډي ایچ اے يو كور باندې چھاپه وهلو كښې ان رجسټرډ داروګان او طبي آلات په لوئي مقدار ضبط کړې دي ۔ په ضبط شوو غیر قانوني داروګانو كښې اسوفلوران، سیووفلوران او ډیسفلوران شامل دي ۔ دغه داروګان د سرجري په مهال بے هوشۍ له كارولے كېدل ۔دغسې د يو برابر پیکنګ مواد هم نيولے شوي دي ۔ ده ووئېل مشتبه داروګان او طبي آلات نيولو نه پس د دغې نمونې لیبارټري ټیسټنګ لپاره لېږلې شوي دي۔ دغسې د ياد پرمیسر ډرګز ایکټ 1976 ترمخه د اړوندو دفعاتو مطابق بند كړے شوے ۔ ډاکټرندیم جان ووئېل ایف آئي اے 2 ملزمان هم نيولې دي ۔