استنبول 15 نومبر (اے پي پي) د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ كور ودانې بېګم سعديه رحمت الله په غزه كښې د محصورو فلسطينو ??ېرمنو او كوچچنيانو ??شمول د وګړو په ضد د اسرائيل د وحشيانه طاقت د كارولو غندنه كولو سره په نړيواله ورورولۍ د اسرائيلي جارحيت په سمدستي توګه ختمولو او د غزه محاصرې د پورته كولو په ضرورت زور رواړے دے۔ دا خبره د شورو په ورځ په استنبول كښې ?? پاكستان سفارت لخوا په جاري خبر پاڼه كښې شوې ده ٬ د خبر پاڼې له مخې د ترکيه د وړومبۍ مېرمن ايمن اردوان په بلنه ?? پاكستان وړومبۍ مېرمن بېګم سعديه رحمت الله د فلسطين اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره په يونائيټډ فار پيس سمټ كښې ګدون كوي ۔ بېګم سعديه رحمت الله په دې موقع د فلسطينيانو ??روڼو او خوېندو سره ?? پاكستان د بشپړه يووالي څرګندونې سره غزه كښې د محصورو مېرمنو او كوچنيانو ??شمول د وګړو په ضد د اسرائيل د وحشيانه طاقت د استعمال غندنه وكړه۔ دې په دې خبره زور رواړو چې د اسرائي?? لخوا غېر انساني جبر او ظلم جنګي جرم دے او نړيوالې ورورولۍ له د اسرائيلي جارحيت په سمدستي توګه خاتمه او د غزه محاصرې ختمولو لپاره د خپل كردار لوبولو ضرورت دے۔ دې د فلسطين مسئلې د نړيوال قانون، او آئي سي او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو ??ه مخې سپېځلې٬ جامع او د اوږدې مودې په حل زور رواړو۔ بېګم سعديه رحمت الله د ترکيه وړومبۍ مېرمن ايمن اردوان د غزه پشمول په مقبوضه فلسطينو سيمو كښې په ناوړه صورتحال بحث لپاره د غونډې په تابيا كولو مننه وكړه