لاهور۔5 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د ??تو??ر په ورځ د پاكستان علماﺀ كونسل مجلس شورې وعامله غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د شوری وعامله 2 سوه څخه زياتو غړو ګډون وكړو۔ په دې موقعه د پاكستان ٬ فل??طي?? او اسلامي نړۍ روانې وضعې په اړه اعلاميه جاري كړې شوه۔ په اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې په پاكستان كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې دښمن قوتونه هند او ددې حواري ككړ دي٬ نړيوالې ورورولۍ له به د هندوستان د پرله پسې ترهګرۍ په ضد ګامونه پورته كول وي۔ د پاك پوځ امنيتي ادارو ځوانانو په ميانوالي پي اے اېف ايئر بېسن د ترهګرو بريد ناكامه كړو او دا يوه د وياړ وړ كارنامه ده۔ اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې ټول اولس په هېواد كښې امن په ځايې كولو له د پاك پوځ او امنيتي ادارو ترڅنګ ولاړ دے۔ اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې پاكستان علماﺀ كونسل د پېغام پاكستان بيانيې او فتوې بشپړ ملاتړ كوي۔ په اعلاميه كښې د فل??طي?? په صورتحال اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيلې شوو چې د اسرائیل لخوا د روانو بمبارو دلاسه تر دې دمه 10 زره څخه زيات فل??طي??ي وګړي شهيد شوي په كومو كښې چې 3 زره څخه زيات ماشومان شامل دي۔ دغسې 20 زره څخه زيات ژوبل شوي دي۔ امريكا او لوئيديزو هېوادونو نه يوازې دا چې د اسرائيلي جارحيت ملاتړ وكړو بلكه هغوي هم د اسرائيل په جنګي جرمونو كښې شريك دي۔ په اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې فل??طي??ې صورتحال ټولې اسلامي نړۍ لپاره يو امتحان دے٬ سعودي عربستان دې خپل د مشرۍ كردار ترسره كړي۔ دا مهال د او آئي سي مشري سعودي عربستان سره ده۔ د اسلامي نړۍ دې پلېټ فارم څخه دې فل??طي??ي صورتحال په اړه زړورې پرېكړې وكړې شي۔ ترکیہ ، بحرین او اردن اسرائيل سره سفارتي اړيكې ختمې كړې كوم اسلامي هېوادونه چې اسرائيل سره سفارتي اړيكې لري هغوي دې هم ختمې كړي۔ د او آئی سی پلېټ فارم څخه دې ټولو يهودي مصنوعاتو څخه بائيكاټ اعلان كړے شي۔ اعلاميه د فل??طي?? په ملاتړ كولو د روسيه او چين مننه و كړې شوه۔ اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې رياست پاكستان د فل??طي?? مسئلې سره په اړوند خپل اصولي موقف ټ??نګ ولاړ دے۔ په اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې افغان زمونږ ورونړا دي ٬ پاكستان 40 كاله د دوئي خذمت كړې دې او بيا به يۍ هم كوي۔ ده ووئيل د پاكستان رياست او اولس حق دے چې خپلې خاورې څخه هغه غې?? ملكي بهر كړي كوم چې قانوني دستاوېزات نه لري۔ په دې كار كښې ټول قام رياست سره ولاړ دے۔ اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې د ځينې افغان لارښودو لخوا د پاكستان په اړه بيانونه د افسوس وړ دي۔ افغان عبوری حکومت دې د دې نوټس واخلي۔ د پاكستان په ضد بې بنسټه تورونه او د دړكې رويه دې ختمه كړې شوي۔