پېنډۍ 01 ستمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د بنو دوره كړې او د بنو په چاٶ??نه كښې د ژوبل شوې اهلكارو ئې تپوس پوښتنه كړې٬ بنو ته په رسېدو سرلښكر ته ځانمرګي بريد سره سره د امنيت پحقله په شوې اقداماتو بريفنګ وركړې شو۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بي??ن له مخې سرلښكر د پوځ چارواكو او ځوانانو سره ملاقات كولو سره د دوي د عزم ستائنه وكړه۔ په دې موقع سرلښكر د بنو چاٶ??نه كښې د ژوبل شوې اهلكارو پوښتنې لپاره د سي اېم اېچ دوره هم كړه او د دوي د صحت پحقله ئې م??لو??ات وكړل۔ سرلښكر د بنو په ځانمرګي بريد كښې د شهيد شوې ځوانانو كورنيو له باور وركړو چې قام د غم په دې ګهړۍ كښې دوي سره ولاړ دے۔ سرلښكر ووئيل چې د ترهګرو بزدلانه بريد د ترهګرۍ خاتمې لپاره ز??ون?? عزم كمزورې كولې نشي، پاکستان كښې امن او استحكام ز??ون?? د شهيدانو د قربانو په سبب دے۔ ده ووئيل د پاکستان وسله وال ځواكونه مورني هېواد څخه د ترهګرۍ د لعنت د خاتمې عزم لري