اسلام آباد 11جولائی(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د خبريال اعظم چوهدري په اړه “فرائيډے ټائمز”كښې خپور شوې خبر بې بنسټه ګرځولو سره رد كړے ٬اعظم چوهدري د پي ټي وي ملازم نه دې٬هغه د پي ټي وي د تجزيه كارو د پول غړے دے٬هغه نه اخوا كړی شوې ٬ نه هغه ته د پرېښودلو وئېلې شوي٬ ده سره داسې كومه خبره نه ده شوې۔ وفاقي وزيرې په خپل ټوېټ كښې د رېكارډ درستګۍ لپاره ځينې حقائق وړاندې كولو سره ووئيل حكومت د دې خبريال د خيالاتو او رائے نه خبر وو بيا يۍ هم پرېس كنفرنس ته راوبللو۔دې ووئيل وزيراعظم د دې خبريال د پوښتنې بشپړ ځواب وركړو۔ ما هم د ده د پوښتنې ځواب وركړې۔وزيراعظم په دغه ورځ ګورنر هاؤس لاهور كښې د بېلو خبريالانو د پوښتنو تر ډېر وخت ځوابونه وركړل۔دې ووئيل وزيراعظم د تېر حكومت په مقابله كښې د مېډيا په آزادۍ بشپړه باور لري