د پاكستان او سوئټزرلينډ ترمينځه د مفاهمت يادښت لاسليك كيدو سره به قدرتي آفتونو څخه تحفظ له همكارۍ ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ وزيراعظم شهباز شريف

image

نتھیاګلی۔8جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاكستان او سوئټزرلېنډ ترمينځه د مفاهمت يادښت لاسليك كدېو سره به قدرتي آفتونو څخه تحفظ له همكارۍ ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د خالي په ورځ دلته د قدرتي آفتونو مخنيوي په اړه د پاکستان او سوئزرلېنډ ترمېنځه د مفاهمتي يادښت د لاسليك دستوره كښې د وينا په مهال وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاكستان او سوئټزرلېنډ ترمېنځه د مفاهمتي يادښت لاسليك كول يو لوي ګام دے چې له مخې به يې دواړه هېوادونه د يو بل سره مرسته وكړي او په سباؤن كښې به د طبیعي پیښو مخنيوي لپاره د یو بل له ټیکنالوژۍ او تجربو څخه ګټه پورته كړې شي۔ وزيراعظم زياته كړه چې هغه پاكستان ته د قدرتي آفتونو نه بچ كولو لپاره د اطلاعاتو د وركولو جديد نظام پشمول د نورو اسانتياوو د برابرولو لپاره همكارۍ ته وده وركول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوال موسمي بدلون له وجې ډېر ځپلے شوے دے په داسې حال كښې چې د كاربن په اخراج كښې زمونږ د هېواد برخه ډېره كمه ده۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان بلها ښكلې قدرتي مناظر لري۔ منطقه كښې د امن وضعې په اړه د سوئس خارجه وزير په تاثراتو وزيراعظم ووئيل چې مطقه كښې امن په ځايې كېدل زيات ضروري دي او سوئزرلېنډ په سيمه كښې د امن وضعه ښه كولو كښی مهم كردار ترسره كولې شي۔ وزيراعظم په خپل دې عزم يو ځل بيا ټينګار وكړو چې د كشمير پشمول د نورو شخړو خاتمه په سيمه كښې د تلپاتې امن او نظم د ټينګښت لپاره ضروري ده۔ د سوئزرلېنډ خارجه وزير ايګنازيو كاسس ووئيل د آفتونو مخنيوي سره اړوند د پاكستان او سوئزرلېنډ ترمېنځه مرستې ته د ودې وركولو په مفاهمت د يادښت لاس ليك كولو په پاكستان كښې ماته به خپله موجودګۍ وياړ دے۔ ده وويل دواړه هېوادونه به د موسمياتي بدلونونو حوالې سره همكارۍ ته وده وركوي۔ پاکستان یو پخوانے کلتوري تاریخ لري او په ټوله نړۍ کې د خپلو ښایسته منظرو لپاره پیژندل کیږي۔ د سوئس خارجه وزير زياته کړه چې له بده مرغه پاکستان د قدرتي آفتونو له امله سخت ځپلے كېږي چې ورسره نه يوازې بشري آبادۍ بلكې كركيلې او بنيادي اډانې ته هم زيات زيان رسي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو حوالې سره د همكارۍ مفاهمت يو مهم ګام دے۔ ده ووئيل نړۍ له به پاكستان ته د پېښو خطرو كمولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده ووئيل پاکستان په كال 2010 او 2022 كښې د سیلابونو له امله سخت ځپل شوی وو. د سویس د بهرنیو چارو وزیر وویل چې زما هیواد به د خپلو تجربو او وسائلو د لارې د پاكستان د زیانونو په کمولو کښې مرسته وکړي۔ ده وويل چې په پاکستان کښې د سيلابونو له امله د ځاني او مالي زيان کچه ډېره ده۔ ده وویل چې مونږ د ملګرتیا نوي دور ته داخلیږو۔ ده وويل دا یو نړیوال مسؤلیت دی چې يو موټې كېدو سره د زیانونو د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي۔له دې وړاندې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د سوئس خارجه وزير په موجودګۍ كښې د قدرتي آفتونو مخنيوي په لړ كښې د پاكستان او سوئټزرلېنډ ترمېنځه د مرستې يو يادښت لاس ليك شو۔ دستوره كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ٬ د ماحولياتو وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمن او د سوئس سفارت او پاكستاني اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں