اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې درې ځله منتخب وزيراعظم محمد نواز شريف د لاهور په احتساب عدالت كښې د پلاټ الاټمنټ په ريفرنس كښې خوشې كېدل د دې خبرې څرګندونه ده چې د پي ټي آئي په دور كښې ھغه سياسي انتقام سره مخ كړے شوے وو، د نواز شريف په ضد په دې كېش كښې هېڅ قسم كرپشن نه دې رامخئ ته شوې٬ د لوډ شيډنګ شور كوٶنكې دې خپلو ګرېوانونو ته سر ښكته كړي٬ نواز شريف 14 زره مېګاٶاټ برېښنا نېشنل ګرډ كښې شامله كړې وه٬ پي ټي آئي خپل دور كښې يو مېګاٶاټ برېښنا نه ده پېدا كړې۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزېرې ووئيل د پلاټ الاټمنټ كېس د ھغه وخت دې كله چې نواز شريف د پنجاب وزيراعليٰ ٶ٬ دې ووئيل چې د يو نوموړي ميډيا هاٶس سي اي او مير شكيل الرحمان په جعلي كېس كښې ګرفتارولو سره په ميډيا فشار واچولې شو او دا پېغام وركړے شو چې ميډيا هم ګرفتارېدې شي۔ دې ووئيل د تحريك انصاف په دور كښې د خبريالانو آٶاز غلې كولو سره دوي ګرفتار كړې شول٬ د دوي پښتۍ ماتې كړې شوې چې په سبب ئې نړيوال صحافتي تنظيم د وخت وزيراعظم فارن اېجنټ ته د “ميډيا پريډيټر” خطاب وركړې ٶ۔ مريم اورنګزيب ووئيل نننۍ پرېكړه د ھغه كسانو سترګې رڼا كولو لپاره كافي ده چا چې د تحريك انصاف په ناسمه بيانيه باور كولو۔ دې ووېيل د پلاټ الاټمنټ په جعلي ريفرنس كښې دا تور لګولې شوې ٶ چې د پنجاب وزيراعليٰ په حېث نواز شريف مير شکيل الرحمان ته ګټه رسولې ٬ د نيازي جوړې جاړې د لارې سياسي مخالفين په نښه كولو لپاره قامي احتساب بېورو استعمال كړې شوې۔ دې ووئيل په نننۍ پرېكړه كښې د احتساب عدالت واضح كړې چې نواز شريف سياسي انتقام سره مخ كړې شوې٬ په تفصيلي پرېكړه كښې وئيلي شوي چې په دې كېس كښې يو بڅرې كرپشن نه دې رامخې ته شوې او نواز شريف عزت سره بري كړې شوے دے٬ پرېكړې نه برېښي چې نواز شريف اشتهاري ګرځولو لپاره قانوي تقاضې هم نه وې ترسره كړې شوې ۔ دې ووئيل نواز شريف او د ھغه كورنۍ سياسي انتقام سره د مخ كولو عمل “پانامه په اقامه” كښې بدلولو سره پېل شوې۔ دې ووئيل د ايسټ ريکوري يونټ مقصد د عمران خان سياسي مخالفين په نښه كول او په ميډيا فشار اچول وو٬ خو دا د پاك پروردګار انصاف دې چې “شهزاد اکبر” نن په پاكستان كښې چا ته د مخ ښودلو جوګه نه دے پاتې شوې چې كوم تورونه ئې لګولي د ھغې ثبوت ئې عدالت ته نه دې وړاندې كړې او نن عدالت كښې د نېب پراسيکيوټر د ھغه په ضد ګواهي وركوي٬ دې ووئيل په نېب فشار اچولو سره په نواز شريف جعلي كېسز جوړ كړې شول۔ وفاقي وزيرې د نواز شريف د بري كېدو پحقله د احتساب عدالت د جج راٶ عبدالجبار تحريري پرېكړې يو څو كرښې هم واورولې٬ په پرېكړه كښې وئيلي شوي چې ” د ريکارډ نه معلومېږي چې نواز شريف سياسي انتقام سره سره مخ كړې شوې او كېدې شي چې د نېب چارواكو د واكمن ګوند په وېنا د نواز شريف سياسي کيرئير ته زيان رسولو او تباه كولو لپاره په رېفرنس جوړولو مجبور كړې ٶ څوك چې درې ځله د پاکستان منتخب وزيراعظم پاتې شوې۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې نواز شريف د كال 2017 نه تر 2022 نه يوازې خپل بلكې د خپلې كورودانې٬ زوي او ورور سره سره د كورنۍ حساب وركړې او د خپل ارواښاد پلار د تېرو 40 كالو حساب ئې وركړې۔ دې ووئيل د تحريك انصاف په دور كښې د 350 بندونو جوړولو ډرامه وكړې شوې او يوازې پېسې راغونډولو لپاره ئې خلق “ډېم فول” جوړ كړل۔ مريم اورنګزيب ووئيل ثاقب نثار له به د خپلو جرائمو ځواب وركول وي كوم چې ھغه درې ځله د منتخب وزيراعظم په ضد سازش لپاره كړي۔ دې عمران خان د لوډ شيډنګ ذمه وار ګرځولو سره ووئيل د نواز شريف پاکستان ته د سي پېك ډالۍ وركړې٬ په هېواد كښې ئې د سړكونو جال خپور كړې ۔ دې ووئيل شهباز شريف دوه ځله نيولې شوې د ھغه په ضد ټول كېسونه جعلي ثابت شوي ۔ مريم اورنګزيب د مريم نواز په ضد د ايون فيلډ کېس ذکر كولو سره ووئيل زه د اسلام آباد په هائي كورټ كښې موجود وم كله چې د هائي كورټ جج ووئيل د مريم نواز په ضد ايون فيلډ کېس كښې تور ثابتولو لپاره نېب يو ثبوت نه دې وړاندې كړې۔ د دې كېس په پرېكړه كښې په تحريري توګه ليكلي شوي دي چې كه جرم شوې نه دې نو بيا مرسته او معاونت څنګه كېدې شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل په عدالتي نظام د اولس باور بحالولو لپاره درې ځله د وزيراعظم په ضد د وركړې شوې ټولو پرېكړو په ضد نظرثاني پكار ده۔ دې ووئيل حکومت په سويډن كښې د قرآن کريم د بې حرمتۍ د پېښې په سختو ټكو غندنه كړې ده٬ اسلام او د نورو مذهبونو احترام لپاره نړۍ ته د پېغام وركولو لپاره قامي كمپائن هم پېل كړې شوېدے