وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پاكستان پيپلز ګوند اعلٰی قيادت وليدل

image

اسلام آباد 16جون(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پاكستان پيپلز ګوند اعلٰی قيادت ملاقات كښې او د هېواد په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر٬د موسمياتي بدلون وفاقي وزيره سېنېټرې شيري رحمان٬د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه٬د وزيراعظم د كشمير چارو صلاكار قمرزمان كائره٬د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه او سېنېټر نثار كهوړو شامل وو۔په دې موقع د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار او د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال هم موجود وو۔پلاوي د معاشي مشكلات باوجود په بجټ كښې د اولسي ښېګړې لپاره په اقداماتو وزيراعظم ته پېرزوينه وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں