اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقی وزیر سید خورشید احمد شاه وئيلي دي چې مهمند، داسو او بھاشا بندونو جوړولو ته قامی ترجیح وشي نو زمونږ سره به دومره دولت راشي چې كوم بل پلو كتلو ته به حاجت نه وي،مونږ له به خپل وسائل كارول وي، زراعت ته دې پام لرنه وكړې شي دلته به څوك هم ولږي نه مري،د سركاری ملازمانو تنخاګاني زياتول يو ښه اقدام دې، د غریب غربت لري كولو سره به معیشت ښه شي، دعا كوو چې هېواد كښې په وخت ټاكني وشي، دلته كه حقیقی جمهوریت وي نو هېواد ته هيڅ خطر نشته۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې په بجټ 24 ۔ 2023 بحث كښې برخه اخستلو سره وفاقی وزیر سید خورشید احمد شاه ووئيل غیر یقینی سیاسی صورتحال، روپے مقابله كښې د ډالر كی قدر كښې اضافه، معیشت خراب حالت او آئی اېم اېف شرائط وكتلې شي نو په داسې حالاتو كښې بجټ وړاندې كول يو مشكل كار دې،د لوي دړد خبره ده چې په دې ايوان كښې زياتره غړي او وزيران موجود نه دي،وګړي هيلي لري،د دې ایوان د لاري د اولس په بجټ كښې شموليت ضروري دې،په داسې حالاتو كښې بايد مونږ د اولس ډاډګيرنه وكړو، جمهوریت لپاره پیپلز ګوند د خپلو ځانونو قرباني وركړې،زندانونو ته تللي يو او هر ډول ستونزي مو زغملې دي۔ده ووئيل بايد پارلیمنټ بے توقیر نه كړې شي،مونږ غواړو چې پريكړي په دې ايوان كښې وكړې شي،خو ځيني ادارې څه اداري منلو له چمتو نه دي،مونږ د كوم كاركن یا سیاسی ګوند په ضد نه يو، مونږ غواړو چې جمهوریت ته زيان ونه شي، جمهوری هېواد كښې چې خپلو كارمندانو له كوم تربیه وركړې كېږي د بده مرغه دلته كارمندانو له هغه تربيه نه وركړې كېږي۔