يوټېلټي سټورز كارپورېشن د غوړو او خوراكي تېلو په بيعه كښې كمے وكړو

image

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)يوټيلټي سټورز كارپورېشن د مختلف برانډز غوړو او خوراكي تيلو په بيعو كښې كمے كړے٬د دې كمي اطلاق به په سمدستي توګه كېږي۔د زيارت په ورځ جاري شوي يو پرېس رېليز له مخې د يوټيلټي سټورز كارپورېشن وياند ووئيل كارپورېشن د اولس آسانيو لپاره د غوړو او خوراكي تېلو په بيعه كښې كمے كړے ٬ د دې باقاعده نوټيفيكېشن هم جاري كړے شوے۔د نوټيفيكېشن له مخې د غوړو په بيعه كښې 69 روپۍ يو كلو په سر كمے شوے او خوراكي تېلو په بيعو كښې هم د 18 نه تر 76 روپو يو ليټر په سر كمے شوے ۔د يادونې وړ ده يوټيلټي سټورز كارپورېشن په پنځو بنيادي څيزونو كښې وفاقي حكومت خاص سبسډي وركوي۔

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں