اسلام آباد16مئی(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې ګڼ شمېر وګړي په زير التوا مقدمو كښې”ګډ ټو سي يو”ته سترګې په لار دي٬د 9 مئي پېښې ذمه وار ??مر??ن خان دے د چا په وېنا چې په جي اېچ كيو٬حساسو ادارو او رياستي املاك بريدونه شوي٬په دې پېښو ټول قام غم جن دے٬پي ټي آئي چې څه كړي دښمن هم داسې نشي كولې٬د شرخوښو په ضد به د قانون له مخې كاروائي كېږي٬پي ډي اېم د عدليې د وقار په خاطر احتجاج كړی٬يوه ګمله هم نه ده ماته شوې۔د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته په وېنا كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پېټروليم مصنوعاتو كښې ??ه كمي اولس له مباركي وركولو سره وو??يل چې د خزانې وزير مشكل معاشي صورتحال باوجود پېټروليم مصنوعاتو كښې كمي كولو سره اولس له لويې رېليف وركړې۔دې وو??يل ??مر??ن خان په خپلو څلورو كلونو كښې معاشي تباهي كړې٬د آئي اېم اېف پروګرام يې معطل كړې٬مونږ د آئي اېم اېف په پروګرام بيا خبرې اترې پېل كړي او په هغې كار روان دے٬د 9 مئي پېښې په اړه په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې وو??يل په دې پېښه ټول قام غم جن دې٬مونږ ټول د دې سخته غندنه كوو۔دې وو??يل د ??مر??ن خان پشمول د پي ټي آئي كوم هم لارښود د دې پېښو غندنه نه ده كړې ځكه چې هغوي ټولو د دې پیښو منصوبه بندي په زمان پارك كښې د ??مر??ن خان په حكم كړې وه۔مريم اورنګزېب وو??يل د ??مر??ن خان ټول سياست په فساد او د هېواد په ضد په سازش اډانه دې۔دې وو??يل كله چې د نواز شريف په دور كښې هېواد پرمختګ كولو٬د آئي اېم اېف پروګرام بشپړ شوې وو٬ټولې منصوبې مخ په وړاندې روانې وې٬هغه وخت ??مر??ن خان په دهرنا كښې بوښت وو او په پارليمان يې لعنت وئېلو۔دې وو??يل فارن ايجنټ نن دروغ وائي چې په 9 مئي څه شوي هغه ايجنسو كړي٬د مراد سعيد آډيو او پی??امونه اولس اورېدلې دي آيا هغه د ايجنسۍ تن دے؟۔ياسيمين راشد او اعجاز چوهدري په حساس ودانو د بريدونو حكم كولو هغه هم د ايجنسۍ كسان دي؟د پي ټي آئي قيادت د 9 مئي په ټولو پیښو كښې ككړ دې۔