اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف وئيلي دي چې پارليمنټ د طاقت مرکز او د آئين جوړونکے دے، دا يواځينۍ قانون جوړوؤنكې اداره ده، د اولس مرضي د پارليمنټ د لار?? رامخې ته كېږي او ټولې ادارې د اولس دې خپلواكې او اعلی ادارې ته بايد ځواب وركوؤنكې وي٬ هم دا زمونږ د آئين روح دے او دا د ټول شموله، متقابل احترام، متنوع او په مكالمه د اډانه لرونكي پاكستان يوازينۍ لاره ده۔ د شورؤ په ورځ په قومي اسمبلۍ ??ښې د آئين پاكستان د ګولډن جوبلي مناسبت سره د دوه ورځني نړيوال كنونشن پرانستې سېشن ته خطاب ??ښې سپيكر استازو او مېلمنو ته هركلې ووې۔ دستوره ??ښې د 17 نه د زياتو هېوادونو استازو ګډون ??كړ??۔ په بهرنيو ګډون كوؤنكو ??ښې د بېلو هېوادونو سپيكران ٬ دوهم سپيكران ٬د قانون نړيوال پوهان او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي شامل دي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر د پاكستان وزيراعظم خصوصي مننه كولو سره ووئيل زه د وزيراعظم مننه كوم چا چې د آئين 50 م كال دستورو ??ښې كومې چې د يوې مياشت?? راهېسې روانې دي ??ښې خصوصي خوښي ښكاره كړه۔ سپيكر ووئيل زه د خپل ګوند ٬ د پاكستان پيپلز ګوند مشرتابه هم مننه كوم كومو چې د آئين تحفظ او دفاع لپاره خپل پياوړې عزم تكرار كړو۔ سپیکر ووئيل د مولانا فضل الرحمن ٬ خالد مقبول صدیقی او د متحده قومي موومنټ نورو غړو ٬ دغسې د خالد مګسي او د بلوچستان د زيركې مشرتابه هم په ذاتي توګه مننه كوم۔ سپيكر ووئيل 75 كاله وړاندې د سوئيلي آسيا مسلمانانو د قا??داعظم په مشرۍ ??ښې يو موټې كېدو سره يو وطن جوړولو ??ښې خپله خوښي ښكاره كړه۔ قا??د اعظم په كال 1928 ??ښې د خپلو مشهورو 14 نكاتو د لارې مونږ ته د وفاقيت او صوبائي خپلواكۍ د احترام كولو درس راكړو۔ سپيكر ووئيل د پاكستان په اړه د قا??د اعظم وژن وو چې دلته دې هغه جمهوريت وي د كوم بنياد چې په مساواتو ٬ انصاف او د اسلام په اصولو وي۔ بيا قا??داعظم په 10 اګست 1947 د پاكستان دستور سازې اسمبلۍ ته خپل خطاب ??ښې د دې اعلان ??كړ??۔ دا رياست يوه خپلواكه او سپريم اداره ده۔ سپیکر ووئيل چې د افسوس خبره دا ده چې د عظيم قا??د وژن په ذاتي او وړو وړو مفاداتو قربان كړے شو۔ سپیکر ووئيل د كال 1956 او 1962 دوه پخواني آئينونو ناكامي او په آخره ??ښې د 1971 پېښه يوه غمجن كوؤنكې كيسه ده۔ د دې باوجود د شهید ذوالفقار علی بھټو په چمتو مشرتابه ??ښې دوه كاله نه په كمه موده ??ښې پاكستانې اولس په اولني ځل په متفقه آئين ترلاسه كولو ??ښې كامياب شو۔ په 10 اپرېل 1973 زمونږ قومي مشرتابه په متفقه توګه يو داسې آئين تحرير كړو كوم چې د يو فرد ډكټېشن نه بلكې د يو متحده وفاق د ګډې عزم وو۔ ده ووئيل د 14 اګست 1947 څخه وروستو 10 اپرېل 1973 زمونږ د قومي تاريخ تر ټولو روښانه ٬ ځلېدونكې او تاريخي ورځ ده۔ سپيكر ووئيل 10 اپرېل 1973 څخه تر كال 2010 او اوس تر كال 2023 مونږ يو اوږد سفر كړے دے او تر دې دمه يو حقيقي اسلامي جمهوري وفاقي پاكستان لپاره زمونږ سفر ختم شوے نه دے۔ د 26 بنیادی حقونو ضمانت ٬ لكه څنګه چې آئين وعده كړې ده ٬ نن هم د رڼا په لټون ??ښې دے۔ ده ووئيل د آئین آرټیکل 3 لوظ ، كوم چې رياست د هر ډول استحصال ختمولو له د هر يو خپل صلاحيت او د خپل كار له مخې د نړيوال اصول پابند كوي ٬ تر ډېره حده نه دے پوره شوے۔ ده ووئيل د آرټيكل 25 په بشپړه توګه د پوره كولو باور او د اے 25 ضمانت چې هر كوچني ته دې لازمي زده كړې وركړې شي د بامعني اقداماتو انتظار كوي۔ كه جمهوري مشرتابه محلاتي سازشونو او د نيمې شپې بريدونو سره مخ كړې شي نو فاصله به لا زياته شي۔ سپيكر ووئيل پارليمنټ د طاقت مرکز او د آئين جوړونکے دے، دا يواځينۍ قانون جوړوؤنكې اداره ده، د اولس مرضي د پارليمنټ د لار?? رامخې ته كېږي او ټولې ادارې د اولس دې خپلواكې او اعلی ادارې ته بايد ځواب وركوؤنكې وي٬ هم دا زمونږ د آئين روح دے او دا د ټول شموله، متقابل احترام، متنوع او په مكالمه د اډانه لرونكي پاكستان يوازينۍ لاره ده۔