اسلام آباد۔6 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف وئيلي دي چې د پي ټي آئي تېر حكومت لپاره د رياستونو ترمينځه اړيكو په شمول هر يو څيز يوه لوبه ټوقه وه?? د ??ي ټي آئي لخوا د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې د پاكستان ګډون متنازعه جوړولو هڅه تكليف رسوؤنكي ده٬ بياهم په دې د حېرانه كېدو هېڅ خبره نشته٬ كله چې هغوي په اقتدار كښې وو نو هم دا يۍ كړې وو۔ د خالي په ورځ د هند ګوا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې د پاكستان په ګډون د پي ټي آئي د مشرتابه لخوا د تنازعې ر??مخې ته كولو په هڅه خپل سخت غبرګون ښودلو سره وزيراعظم په خپل ټويټ كښې ووئيل دا ډېره خفه كوؤنك?? خبره ده چې پي ټي آئي په كنفرن?? كښې د پاكستان په ګډون كولو د يوې تنازعې ر??مخې ته كولو هڅه وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل په د?? خبره بايد څوك حېرانه نه شي ولې چې عمران نيازي په تېر وخ?? كښې هم د هېواد د مهمې خارجه پالېسۍ ګټو ته زيان رسولو كښې هېڅ شرم محسوس كړے نه وو۔ ده ووئيل كله چې هغه په اقتدار كښې وو نو هغه دغه وخت هم داسې كړې وو?? د ??ي ټي آئي تېر حكومت لپاره د رياستونو ترمينځه اړيكو په شمول هر يو څيز يوه لوبه ټوقه وه۔