اسلام آباد 19اپرېل(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي ارواښاد مفتي عبدالشكور ته هلال امتياز او د هغه كورنۍ ته مالي مرسته وركولو لپاره به وزيراعظم سره خبره كوم۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې آغا رفيع الله ووئېل په دې كښې هېڅ شك نشته چې مفتي عبدالشكور په مرګ ټول قام غمجن ؤ ٬ مختلف سوشل مېډيا ډلو هم د بې يقيني تاثر وركړے چې دا يوه پېښه نه بلكې قتل دے ٬د حكومت لخوا ښكاره بيان راتلل پكار دي٬ ده ووئېل د مفتي عبدالشكور په شهادت ??يا??ت كول نه دي پكار۔علي ګوهر ??وئ??ل بايد د مفتي عبدالشكور په شهادت هغه ته د پیرزوينې وړاندې كولو لپاره يوه ورځ مختص كړې شي۔ده ??وئ??ل د كورنيو چارو وزير وئېلي دي دا يوه پېښه وه او دا خبره سمه ده خو بيا هم محسوسېږي چې د ټرافېك په اړه لا پرواهي ضرور شوې او د سيفټي انتظامات پوره نه وو۔ده ووئېل په دې اړه اقدامات ضروري دي۔د دې په ځواب كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ??وئ??ل مفتي عبدالشكور ارواښاد ته د تمغه امتياز او د هغه كورنۍ ته مالي مرسته وركولو لپاره به وزيراعظم سره خبره كوم