اسلام آباد۔10اپریل(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو د قائمه كمېټۍ غونډه سبا (د نهې په ورځ) كېږي۔ د غونډې مشري به د كمېټۍ چيئرمېن محسن داوړ كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېکرټرېټ ترمخه په دې غونډه کښې به د پاکستان او امريکا ترمينځه د ترهګرۍ مخنيوي په مذاكراتو ٬ د مينځنۍ کچې په دفاعي خبرو اترو٬ افغانستان څخه د امريكې له وتلو وروستو د پاك امريكا په همكارۍ اور نورو چارو غور كولے شي۔ غونډه كښې د كمېټۍ په پخوانو سفارشاتو د عملدرآمد جاج هم اخستلے شي۔ غونډه كښې به د كمېټۍ غړي او نور اړوند چارواكي ګډون كوي۔