اسلام آباد۔1اپریل (اے پی پی) د بېن المذاهب هماهنګۍ او منځني ختیځ لپاره د وزیراعظم ځانګړي استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت پاکستاني یهودي سوداګر فشیل بن خلد ته ??سرائیل ته ?? تللو اجازه ورکړې وه۔ د خالي په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل چې يو پاكستاني يهودي سوداګر يو عرب ملګري هېواد ته ?? خرما٬ وچې مېوې او مصالحو پشمول يو شمېر شيان صادر كړل او وروسته ??سرائيل ??ه په لېږلو كښې ك??مياب شو۔ د پاكستان او اسرائيل ??رمېنځه د تجارتي تعلقاتو د قائمېدو تاثر ختمولو سره ده په ډاګه كړه چې فشل بن خلد ته په حکومتي کچه هیڅ اجازه نه وه وركړې شوې۔ د پاکستان د علماﺀ کونسل مشر وویل د راپورونو له مخې، نه د سوداګرۍ وزارت او نه د بهرنیو چارو وزارت فشیل ته کومه اېن او سي جاري كړې وه۔ ده ووئيل ?? اسرائيل په معامله د پاكستان متفقه دريځ دے ولې ځينې عناصر داسې دي چې هغه سياسي ګټه پورته كولو له حقائق په ناوړه توګه وړاندې كوي او هغوي د حكومت او اتحادي ګوندونو په خاص توګه د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) په ضد ګنده كمپائن پېل كړې دې۔ ده وويل په اولس كښې د غلطو افکارو خپرولو سره د اسرائيل په اړه ملي دريځ متنازعه جوړول د شرم وړ فعل دے۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان اسرائيل ??ره هېڅ تجارتي اړيكې نه لري او نه په سباؤن كښې د دې په ځايې كولو له كومې هڅې كېږي۔