اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) د قامي ا??مب??ۍ سپيكر راجه پروېز اشرف څخه د پي ټي آئي پل??وي استدعا كړې چې هغه د استعفاګانو د منظورۍ اقدام بېرته و??خلي او سپيكر وئيلي دي چې د قانون او آئين له مخې مې استعفاګانې منظور كړي ٬ د پي ټي آئي په استدعا به يو وارې بيا قانوني ډلې سره له مشاروت وروستو په دې اړه خبره كوم۔ د ګل په و??ځ په پارليمنټ هاؤس كښې د ملك عامر ډوګر په مشرۍ كښې د پي ټي آئي لارښودو د قامي ا??مب??ۍ سپيكر سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پي ټي آئي د قامي ا??مب??ۍ پخوانو غړو د استعفاګانو په منظورۍ خبره و??وه۔ د پي ټي آئي پل??وي د استعفاګانو د منظورۍ اقدام بېرته اغستو استدعا وكړه۔ په دې سپيكر ووئيل د قانون ٬ آئين او د قامي ا??مب??ۍ د ضابطو له مخې مې استعفاګانې منظور كړي ، ما څو څو وارې په دې اړه خطونه استولي خو د دې باوجود د پي ټي آئي كوم غړے حاضر نه شو۔ د اسد قیصر او عامر ډوګر په مشرۍ كښې د راغلي پل??وي څخه و??وستو د استعفاګانو د قبولولو پراسېس پېل شوے ؤ ۔ د قامي ا??مب??ۍ پخواني سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې راغلي پل??وي د استعفاګانو د منظورولو استدعا كړې وه۔ سپيكر ووئيل زه د آئين ٬ قانون او د قامي ا??مب??ۍ د ضابطو پابند يم۔ آيا د پي ټي آئي غړو استعفاګانې په خپله خوښه و??كړې نه وې؟ استعفاګانې مونږ د اسد قېصر په مشرۍ كښې د راغلي پل??وي په تاكيد منظور كړې وې۔ راجه پروېز اشرف ووئيل زه به يو وارې بيا ستاسو په خواست په معامله قانوني ډلې سره مشاورت وكړم او تاسو به خبر كړم۔