اسلام آباد۔11فروری (اے پی پی) پاکستان علماء کونسل په ننكانه تھنه واربرټن كښې د غېر قانوني وژنې پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې چا جرم كړے دے نو هغه له به عدات سزا وركوي كوم جماعت يا فرد ته دا حق ترلاسه نه دې چې هغه خپله ??دا??ت جوړ شي او پخپله پرېكړې جاري كړي۔ دا خبره د پاکستان علماﺀ کونسل چيئرمېن ح??فظ محمد طاهر محمود اشرفي، علامه عبدال??ق مجاهد، مولانا نعمان ح??ر، مولانا محمد شفيع قاسمي، مولانا اسد زکريا قاسمي، مولانا اسدالله فاروق، مولانا محمد اشفاق پتافي، مولانا طاهر عقيل اعوان او مولانا محمد اسلم په خپل شريك بيان كښې وكړه۔ مشرانو وويل کله چې ملزم ونيول شو او دپوليسو مرکز ته لاړو نو ذمه واري يې د پوليسو په غاړه وه او هغه پوليسو ترسره كړه۔ دې څخه وروستو په تھاڼه بريد كول او دې بهر راويستلو سره وژل دا د پاكستان د قانون او اسلامي ش??يعت په ضد كار دے۔ پاكستان علماﺀ كونسل ددې سخته غندنه كوي او چا چې دا كار كړے دے د پنجاب حكومت ذمه واري ده چې هغه ونيسي او د هغوي په ضد د ترهګرۍ په ??دا??ت كښې مقدمې وچلوي۔ پاكستان علماﺀ كونسل هيله ولرله چې پنجاب حكومت به دې پلو پام وګرځوي او كوم كومې به نه كوي۔