اسلام آباد 02 فروری(اے پی پی)پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د فلسطيني اولس د جائزو هلو ځلو بشپړه او غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرابلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د اړوند قراردادونو ??ه مخې د يو خپلواكه فلسطيني رياست چې پايه تخت يۍ القدس شريف وي غوښتنې ملاتړ كوي۔ كال 1967 څخه د وړومبنۍ پولې او القدس الشريف پايه تخت جوړولو د مطالبې ملاتړ كوي۔ وياندې د فلسطين په بېلو ښارونو ??ښې د بې ګناه وګړو د شهادتونو غندنه كولو سره د اسرائيل قابض ځواكونو ??خوا د پورته كېدونكو غېر قانوني ګامونو د بندولو غو??تن?? وكړه۔ دې وئيل چې د فلسطيني اولس د بشري حقونو بايد احترام وكړے شي۔ وياندې ووئيل چې پاكستان په ډنمارك كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ ناوړه او جارحانه فعل په سختو ټكو ??ښې غندنه كړې۔ او په دې اړه يۍ خپله اندېښنه ډنمارك چارواكو ته رسولې۔ وياندې ووئيل چې پاكستان په ټوله نړۍ كښې په زياته شوې اسلامو فوبيا اندېښنه لري۔ وياندې ووئيل چې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ماسكو اوسنۍ دورې په مهال د روسيې خپل هم څنګ سره ملاقات كړې چې پكښې په سيمه ايز او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔وياندې ووئيل چې د خارجه چارو وزيرمملكت حنا رباني كهر په جنيوا كښې د بشري حقونو ??ه كنفرنس كښې ګډون كړې او د بشري حقونو ??ه اړه يې د پاكستان حكومت اقدامات په داګه كړي۔ د خارجه دفتر وياندې ووئيل چې پاكستان په مستحكم او پرامن افغانستان كښې خوښي لري۔دې ووئيل چې پاكستان د موسمياتي بدلونونو څخه تر ټولو زيات ځپليو هېوادونو ??ښې شامل دې او د موسمياتي بدلونونو ??ه ضد د شريكو ??څو له مخې كار كول غواړي۔