اسلام آباد 26جنوری(اے پی پی)د پېټروليم وزيرمملكت مصدق ملك وئېلي دي د روس سره د تېلو اغستو لپاره لوظ نامه شوې ٬ډېر زر به د ارزانه تېلو رسنه پېل شي٬د روس پلاوي سره 45 ورځې وړاندې خبرې پېل شوې وې ٬ د دې نه پس وئېلې شوي وو چې د مارچ مياشتې ختمېدو نه وړاندې به وړومبې د پاكستان او روس ترمينځه د ارزا??ه خام تيلو لوظ نامه اوشي۔دا دې خبرې ثبوت دے چې وزير??عظ?? كومه هم وعده كړې هغه يې پوره كړې۔ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئېل د راتلونكې يخنښنۍ موسم څخه وړاندې په ارزانه بيعه تېل او ګاز ترلاسه شي۔ ده ووئيل وزير??عظ?? يوازې يو مقصد او پیغام لري چې هېواد مخ په وړاندې بوتلل دي٬پرمختګ كونكے جوړول دي٬د هېواد د پرمختګ مطلب دا دے چې ځ??ان??نو ته نوكرۍ ترلاسه شي او اولس ته د روغتيا او تعليم آسانۍ ترلاسه وي۔د دې نه علاوه چې څومره هم غږونه دي هغه بې مقصده دي۔ده ووئيل وزير??عظ?? هدايت كړے جې د توان ارزانې ذريعې ولټوئ دغسې چې اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔ډاكټر مصدق ملك ووئېل ځ??ان??نو ته د روزګار آسانيو وركولو ت?? موجوده حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل نواز شريف يې د زوي څخه په تنخا نه اغستو نااهله كړے٬ هالانكه هغه د خپل زوي د كمپنۍ اعزازي د بورډ ډائرېكټر ؤ دغسې مريم نواز ته په يو فونټ كارولو اووه كاله سزا اورولی شوې ۔ده ووئيل عمران خان د اپوزېشن قيادت د دروغو مقدمو كښې په زندان كښې اچولے او سينئر پارليمنټيرين يې هم په بنسټه تورونو تر كلونو په زندان كښې ساتلي۔ده ووئيل مونږ د ډالر او روپۍ په قدر كښې د فرق ختمولو پلو مخ په وړاندې روان يو ۔ده ووئيل په هېواد كښې د اېل پي جي ذخيرې په لوي مقدار م??جو?? دي۔ده ووئيل د كال تر آخر به انرجي سيكورټي پلان مرتب شي۔