اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د خارجه چارو وزیر مملكت حنا ربانی كھر وئيلي دي چې هند سره نه په كوم بیك ډور چینل ډپلومیسی كېږي او نه د تجارت په اړه خبري اتري كېږي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمي په مهال د سېنېټر بهره مند تنګی، س??نېټر مشتاق احمد، س??نېټر فیصل جاوید د پوښتنو په ځواب دې ووئيل څلو كلونو په مهال پاكستان او هند ترمينځه اړيكي د هند د اشتعال انګیز اق??امات په وجه د تعطل ښكار شوي، موجوده دور حكومت كښې دواړو هېوادونو ترمينځه سفارتی اړيكي محدود دي او د اولس په كچه تبادله كمه شوي۔دې ووئيل اړويكو كښې اوسني مشكلات باوجود د تيرو څلورو كلونو په مهال دوه لوظنامي لاس ليك شوي ، په هغې كښې په 24 اكتوبر 2019ء كرتارپور راهداری او په 25 فروری 2021ء په ایل او سی د جنګ ب??دۍ معاهده شامل ده، پاكستان د كرتار پور راهداری پرانستلو لپاره د هند سره مفاهمتی یادداښت لاس ليك كړې،د ملګرو ملتونو د اړخه دغي راهدارۍ ته د راهداری وئيلي شوي، تقریباً 5 زره څخه ز??ات سېلګري د ورځي په بنیاد د مقدس ځايونو زیارت لپاره غير د ویزه فیس پاكستان ته راځي۔دې ووئيل په ایل او سی د جنګ ب??دۍ لوظنامې نه پس د پولي پوري غاړه څخه اشتعال انګیزۍ پېښي كمي شوي،دې څخه وړاندې د دواړه هېوادونو ترمينځه په كال 2003ء كښې د جنګ ب??دۍ په اړه مفاهمت شوې ؤ د كوم چې هند 13 زره 500 ځله خلاف ورزی كړې چې په نتيجه كښې ئې 10 وګړي شهیدان او كم نه كم 1600 كسان ژوبل شوې۔دې ووئيل موجوده حكومت كلهچې اق??دار كښې راغلې،د دواړه هېوادونو ترمينځه بیك ډور چینل ډپلومیسی نه كېږي او نه د هند سره د تجارت لپاره كومي خبري اتري كېږي، د پاكستان خارجه پالیسی په تسلسل اډانه ده۔