اس??ام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ځوانانو صلاحيت له مخې د يوې كمېټۍ ??وړ??لو اعلان سره وئيلي دي دا كمېټي به په ګرد هېواد كښې د ځوانانو ټېلنټ رامخې ته كولو سره سره كلتور ته په وده وركولو كښې هم كليدي كردار لوبوي، په زلمي كول كښې پاكستان كښې د قائد او د علامه اقبال د پاكستان ??وړ??لو جذبه او ولوله موجود ده، د پاکستان پرمختګ او هېواد وړاندې بوتللو لپاره كنجي زمونږ د زلمي كول په لاسو كښې ده٬ حكومت ټول وسائل په ځوانانو خرڅ كولو لپاره چمتو دے، ځوانانو د شارټ فلمز د لارې د پاكستان مثبت تشخص نړۍ ته وړاندې كرے۔ ده دا خ??رې د ګل په ورځ د نېشنل اېمچور شارټ فلم فيسټيول 2022 ايوارډ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكرې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب ، د كابينې غړي٬ پارلماني غړي٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد پشمول ګڼ شمېر كسان موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل نېشنل امېچور فلم فيسټيول كښې په ښه فلم ??وړ??لو ځوانانو زموںږ سر په وياړ هسك كړے، ځوانانو شپه او ورځ خوارۍ كولو سره په دې معاشره كښې خپل مقام پخپله جوړ كړے، ايوارډ ترلاسه كوٶنكو نن دا دستوره رنګينه كرې ده او كاميابو كسانو په حقيقي معنو كښې خپل صلاحيت ښودلے۔ ده د سلطان احمد بند س??ام پاکستان ته د راتګ هركلي كولو سره ووئيل د ده ت??لق زمونږ دوست هېواد سره دے٬ ده ته پاكستان ته په راتګ هركلے وايو ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل نن د علم دور دے، د لوي څښتن په فضل او كرم زمونږ ځوانانو كښې پاكستان د قائد او علامه اقال پاكستان ??وړ??لو جذبه او ولوله شته۔ ده ووئيل ځوانانو او پېغلو د شارټ فلم د لارې د پاکستان ښكلا، زړې ورثې، دريابونو، سمندر او د تالابونو د ښكلا عكاسي كولو سره دغه نړۍ ته ورمخې ته كړي ، كه پاكستان له پرمختګ وركول او مخ په وړاندې تلل دي نو د دې كنجي زمونږ د ځوانانو په لاسو كښې ده، دې لپاره د پاكستان حكومت ټول وسائل په ځوانانو خرڅ كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل د پاكستان جوړېدو 75 كاله وشول خو د قائداعظم خوب له ت??بير ورنه كړے شو ، د قائداعظم خوب هم زمونږ ځوانانو له رښتيا كول دي ، ځوانانو له پاكستان پخپلو پښو اودرول دي۔ ده ووئيل د اتحادي حكومت لخوا باور دركوم دلته چې د فلمي صنعت پحقله كومې نكتې پورته كړې شوي په ھغې به عمل كولې شي۔ ده ووئيل د 60 نه ت?? 80 په لسيزه كښې زمونږ د ډرامو خپل اهميت ٶ، په فلم انډسټرۍ او كلتور كښې ډېر كار شوے٬ ھغه وخت هم راغلے چې فلمونه جوړېدل او سينماز بندې شوې۔ ده ووئيل نن د يوې كمېټۍ ??وړ??لو اعلان كوم كومه چې به ګرد هېواد څخه ټېلنټ رامخې ته كوي او كلتور ته وده وركولو لپاره به كار كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ته ووئيل په فلم فيسټيول كښې ځانګړې پوزيشن ترلاسه كوٶنكو د 15 ځوانانو په سكالرشپ د لېږلو خبره شوې ، دا شمېره ډېره كمه ده٬ دا شمېره دې 50 ته ورسولې شي چې پكښې 25 ځوانان او 25 انجونې شاملې وي