اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي د چاودېدونكو ت??كو څخه ډك ګاډي كښې د چيكنګ په مهال چاودنه شوې چې په نتيجه ك??ې يې يو پوليس اهلكار شهيد او 6 ژوبل شوي۔د چاودېدونكو ت??كو څخه ډك ګاډې په اسلام يباد كښې هائي ويليو ټارګت په نخښه كولو لپاره روان ؤ ٬د اسلام آباد پوليس اهلكارو د خپل ځان په قربانۍ وركولو د ترهه ګرو لويه كاروائي نا??ام?? كړې۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير و??ئيل نن سهار د چاودېدونكو ت??كو څخه ډك ګاډې د پینډۍ نه اسلام آباد ته داخل شو چې پك??ې يو سړے او يوه مېرمن ترهه ګره ناسته وه۔د چاودېدونكو ت??كو څخه ډك ګاډې د آئي جے پرنسپل روډ پېنډۍ څخه سېكټر آئي ټين اسلام آباد ته داخل شوے ۔ايګل سكواډ د ګزمې په مهال مشكوك ګاډې ودرولے ؤ ٬په دې مهال په ګاډي كښې چاودنه وشوه چې پك??ې يو پوليس اهلكار شهيد او 6 ژوبل شوي۔ده ووئيل پوليس خپل فرائض په ښه ډول ترسره كولو سره اسلام آباد د لويې پېښې څخه بچ كړے ۔ده ووئيل شهيد عديل ح??ېن له به شهدا پیكج وركولې شي۔د كورنيو چارو وزير د شهيد شوي اهلكار كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې او د ژوبل شوو زر روغتيا له يې دعا كړې