اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې معاشي بحالۍ، د توان كمې لري كولو لپاره غونډه شوې۔ د توان بچت ملي هنګامي ??لا?? جوړ شوے دے دې سره به امپورټ بل كښې ښكاره كمې راشي، غيرمعمولي صورتحال كښې د غيرمعمولي اقداماتو پرېكړه شوې۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټويټ كښې دې ووئيل ايمرجنسي بچت ??لا?? به حتمي منظورۍ لپاره د كابينې راروانه غونډه كښې وړاندې كولې شي۔ ټولو اعليٰ وزيرانو ته په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركولې شي۔ په انرجي بچت ??لا?? به صوبو سره په ګډه عملدرآمد كېږي۔دې ووئيل د برېښنا د غلو په ضد د كرېك ډاؤن پريكړه هم شوې ده، نجي او سركاري ودانۍ په شمسي توان بدلول هم د ??لا?? برخه ده۔ دې ووئيل د هنګامي توان بچت ??لا?? مقصد په اولس او معيشت د??اؤ كمول دي ځكه چې نړيواله منډۍ كښې د تيلو پشمول د ايندھن بيعه كښې پرله پسې زياتوالې كېږي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د پاكستان درآمدي بل 29 بليونه ډالره د كال دې، په روپو كښې دا رقم 6 كھربه څخه زيات دې، د توان بچت ??لا?? په نتيجه كښې د 1.3 بليونه ډالره د كال بچت اندازه لګولې شوې كومه چې پاكستاني روپۍ كښې 262 اربه روپو څخه زياتي دي۔ دې ووئيل غيرمعمولي حالات مقابله كولو له غير معمولي اقداماتو ته اړتيا ده په دې كښې به هر يو پاكستاني له خپل كردار ترسره كول وي۔ ټولو صوبو له به په ګډه نېشنل كنزر??يش?? ??لا?? عملي كول وي۔