اسلام آباد۔31 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نن د نهې په ورځ د نومبر په اولنۍ نېټه د چين په دوه ورځنۍ دوره روانېږي۔ د روان كال اپريل مياشتې په 11 مه نېټه د وزارت عظ??ی منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وزيراعظم د چين اولنۍ دوره ده۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د خپ?? همڅنګ لی کی چیانګ په بلنه دا دوره كوي۔ په دې موقعه به وزيراعظم سره د لوړې كچې يو پلاوې هم وي۔ وزيراعظم به د خپ??ې دورې په مهال د چين صدر سره ملاقا?? او خپ?? همڅنګ سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ د دواړو هېوادونو مشرتابه به د ستراتيجيكي همكارۍ جاج اخلي۔ ملاقاتونو او غونډو كښې به په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د دې دورې په مهال د تفاهم د يو شمېر يادښتونو لاس ليك كېدو هم امكان دے۔ دغسې هيله ده چې دې دورې سره به د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ رفتار لا ګړندے شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د سي پېك حوالې سره د شريكې مرستې كمېټۍ (جے سی سی) 11 مه غونډه د روانې اكتوبر مياشتې په 27 مه نېټه شوې وه