اسلام آباد 27 اکتوبر(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه سماجي٬سياسي٬مذهبي او د كلتور په څانګو كښې غېر معمولي اړيكې موجود دي٬شريك تجارت او سرماي?? كارۍ ته د ودې وركولو ضرورت دے۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د سعودي عرب د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان بن عبدالعزيز سره د سعودي-پاكستان سپريم كوآرډينېشن كونسل و??وم??ۍ شريكې اقتصادي ذيلي كمېټۍ ورچوئل غونډه كښې د خبرو اترو په مهال وكړه۔د سرماي?? كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن٬د پیټروليم وزيرمملكت مصدق ملك٬د خزانې وزارت خاص مرستيال طارق باجوه٬د سرماي?? كارۍ بورډ ميري ټائم٬ايوي اېشن٬آئي ټي او ??ېلي كميونيكېشن٬پیټروليم او ??اور ډويژن او د غذائي تحفظ او تحقيق قامي وزارت سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون وكړو۔د سعودي عرب د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان بن عبدالعزيز د پاكستان پلاوي هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمينځه په ټولو څانګو كښې د اړيكو په ژورتيا او ??راختيا ئې رڼا هم واچوله۔ډلو د پاكستان او سعودي عرب ترمينحه په زړو ٬قوي تاريخي او ??ذهبي او ??لتوري اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د سعودي عرب حكو??ت د پاكستان حكومت سره د عزم او د مينې مننه وكړه او ??ه بېلو څانګو كښې يې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو رڼا واچوله۔شهزاده عبدالعزيز بن سلمان بن عبدالعزيز د پاكستان وزيراعظم محمد شهباز شريف اوسنۍ دورې ذكر كولو سره ووئيل د دورې په مهال ډلو د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو لپاره د سياسي عزم څرګندونه كړی ده