اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډ?? وئېلي دي د كوم ډيل له مخې نه يم راغلے٬عمران خان ته پېغام دے چې هېواد چلولو ت?? پرېږدي۔د شورو په ورځ احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو نه پس خبريالانو سره په خبرو ??ښې اسحاق ډ??ر ووئيل تېره شپه راغلے يم او پرون مې هم هڅه كړې وه چې عدالت ته لاړ شم خو ججان صاحبان په رخصتۍ وو۔د عمران خان دا ادعا چې په ډيل كولو پاكستان ته راغلے يم د پوښتنې په ځواب اسحاق ډ??ر ووئيل مونږ په ډيل باور نه لرو ٬ د كوم ډيل ترمخه نه يم راغلے٬د ډيل خبرې كوونكې دې اووئي چې هغوي ماته پاسپورټ جاري كړے ؤ ؟ده ووئيل د پي ټي آئي په حكومت ??ښې سفارتخانې او هائي كمېشن منع كړے شوي چې ماته پاسپورټ رانه كړي٬عمران ته پېغام دے چې هېواد چلولو ت?? پرېږدي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل مفتاح اسماعيل بشپړه هڅې كړي او د هغه د ھڅو په نتيجه ??ښې پاكستان د ډيفالټ كېدو څخه بچ شوے ٬مفتاح اسماعيل زمونږ د ټيم برخه وه او وي به۔ده ووئيل د درېو كلونو ګند په څلورو مياشو ??ښې نشي سمېدې٬پاكستان 30 كاله شاته تللے ٬دا مهال معاشي ستونزو سره مخ يو۔د عمران خان حكومت د هېواد هغه حال راجوړ كړے كوم چې دښمن هم نشي كولے۔