لاهور10 سستمبر (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير ??فتاح اسماعيل وئېلي دي هېواد په مسائلو كښې راګير شوے ٬ كه د آئي اېم اېف پروګرام ته نه تللو نو هېواد ديواليه كېدو٬د سېلاب څخه چې كوم زيان شوے د هغې ازاله يواځې مونږ نشو برداشت كولې٬زمونږ تجارتي خساره تر ټولو زياته ده٬ دې تجارتي خسارې څخه هېواد نه چلېږي٬په پاكستان كښې كه ټېكس ټي جي ډي پي 15 فيصد شي نو هر ??اے به پيسې نه غوښتلې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي ??ه ورځ د لاهور په چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې دستورې ته وېنا او مېډيا سره په خبرو كښې كړی۔په دې موقع د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد ٬د لاهور چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر ميا نعمان كبير ??و تاجران په ګڼ شمېر كښې موجود وو۔د خزانې وفاقي وزير ??وئيل هېواد دا مهال د مسئلو ښكار دے٬د سېلاب له امله انفراسټركچر تباه شوے٬ 3 كروړه 30 لكه څخه زيات خلق د سېلاب له امله ځپلې شوي كوم چې 55 لكه كورنۍ جوړیږي٬ 17 لكه كورونه تباه شوي او 10 لكه څاروي مړه شوي٬د سېلاب له امله 18.5 بلين ډالره زيان شوے۔ده ووئيل دا مهال په سندھ كښې د وريژو او پومبې په دريو كښې يو?? برخه تباه شوې٬ 4 نيم زره كلوميټر سړكونه او 246 پلونه په بشپړه توګه تباه شوي۔ده ووئيل كله چې مونږ ته حكومت ترلاسه شو نو هغه مهال په خزانه كښې 10.5 بلين ډالر پراته وو او 12 نه 13 ارب ډالر كرنټ اكاؤنټ خسارې سره مخ وو كه چرې مونږ د آئي اېم اېف پروګرام ته نه تللو نو هېواد ډيفالټ كېدو۔ده ووئيل زمونږ يواځې ټېكسټائل برآمدات شته او په نورو څانګو كښې زمونږ برآمدات د نشت برابر دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ له به په نورو څانګو كښې هم برآمدات زياتول وي۔د سري لنكا مثال وركولو سره د خزانې وفاقي وزير ??وئيل د سري لنكا نېشنل سيونګ 28 فيصد او پاكستان 12 فيصد دے٬ هم دغه وجه ده چې اوس نړۍ پاكستان ته قرض نه وركوي او وركول هم نه غواړي۔ده ووئيل زمونږ تجارتي خساره دومره زياته ده چې دا هېواد چلول ناممكن دي٬ په پاكستان كښې ټېكس ټي جي ډي پي 15 فيصد كه شي نو هر ??اے كښې به پيسې نه غوښتلې كېږي۔ده ووئيل چې كله په نړۍ كښې د تېلو بيعه 100 ډالرو څخ?? بره او ګاز 40 ته ورسي نو مشكلات زياتېږي۔فرنس آئيل او سكاره هم ګرانه شوي ٬سكاره به تل د 50 نه تر 70 ډالرخ وو او اوس 300 ډالر ته رسېدلې ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د خزانې وفاقي وزير ??فتاح اسماعيل ووئيل د وزيراعظم د دوو زامنو په شوګر ملز 10 فيصده ټېكس زيات كړے په دې شاباش وركول پكار دي۔