اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي په پاكستان كښې تل د آرمي چيف ټاكنه په مېرټ شوې٬عمران خان دې اووئي چې په پاكستان آرمي كښې كله په مېرټ ټاكنې نه دې شوې٬د پوځي مشرتابه لخوا په سينئر افسرانو كښې چې كومې څلور يا پنځه نامې راځي په دې افسرانو كښې وزيراعظم په خپل مشاورت د آرمي چيف٬نيول چيف يا ايئر چيف ټاكنه كوي٬نن چې كله اقتدار نشته نو عمران خان د پاكستان د ??وځ په ټولو مشرانو بريدونه كوي او قصدا ً د راتلونكي عسكري مشرتابه په اړه شكوك او ??بهات راپېدا كوي٬??ه هېواد كښې موجود ادارې د ده د كرپشن پلټنې كوي او ?? فارن فنډنګ پشمول د نورو كيسونو پلټنې ډیرې وړاندې تللې دي٬دا ټول څيزونه به رامخې ته كېږي او ??يات وخت به نه لګي چې د دې هر څه حساب به كېږي٬ ده ته به هغه وخت لاس اچوو كله چې مونږ پوخ ثبوت او قوي شواهد لرو٬د توشه خانې په اړه د پلټنو سفارښتنه لېږلې شوې٬ د180 ملين پاؤنډ د معاملې انكوائري ترسره شوې٬نېب د دې نوټس هم اخستے ۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره يوځاې په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل څو ورځې وړاندې عمران خا?? د ??رمي چيف د ټاكنې په اړه يو لانجمن بيان وركړے ؤ او ??يا يې پرو?? د ??پل بيان د وضاحت كولو هڅه كړی٬ده پرون خپلې خبرې ته د نوې معنې او مطالب وركولو هڅه كړې٬عمران خان داسې بيانونه د سوچ له مخې وركوي٬اول په ادارو بريد كولې شي٬د دې متنازعه كولو هڅې كولې شي٬د دوي هڅه ده چې په ادارو تورونه ولګي او ??ي ايكشن وكتلے شي او ?? دې نه پس په دې كښې كمې زياتې كولو سره ووئيلي شي چې ما خو د مېرټ خبره كوله۔ده ووئيل تر ننه د يو دوه نه علاوه په پاك ??وځ كښې ټولې ټاكنې او ??بادلې په مېرټ شوې دي۔ده ووئيل حالات دا دي چې د عمران خا?? د ??پل ګوند خلق هم د هغه نه اوس ډډه كوي۔د هغه د ګوند خلق وائي چې مونږ ته معلومه نه ده چې عمران خان څه وئېلي دي مونږ نه دې اورېدلې٬تېره ورځ د پي ټي آئي سره تعلق لرونكي صدر مملكت ډاكټر عارف علوي هم د عمران خا?? د ??يان نه د لاتعلقۍ اظهار كړے ۔د دفاع وزير ووئيل پخوانې وزيراعظم دې اووئي چې په پاكستان آرمي كښې كله په مېرټ ټاكنې نه دې شوي٬زمونږ د حكومت لخوا وروستۍ ټاكنه د اوسني آرمي چيف ده٬د دې ټاكنې ده توثيق كړے٬زما په خيال د تېرو دريو كلونو په مهال ده چې د اوسني آرمي چيف څومره ستائنې كړې دي دومره به يې د چا هم نه وي كړې٬تر دې چې عمران خان به پخپله لويو لويو مهمو غونډو نه نه راتللو٬ ده ووئېل د آرمي چيف او ?? عمران خا?? د ??اور دا عالم ؤ چې آرمي چيف به د مهمو غونډو مشري كوله او ??مران خان به پخپله نه راتللو٬د عمران خان په ځاې به د سياسي او ??ېكورټي بريفنګ د آرمي چيف په حواله ؤ ۔ده ووئيل نن چې كله اقتدار نشته نو عمران خان د پاكستان د ??وځ په ټولو مشرانو بريدونه كوي او قصدا ً د راتلونكي عسكري مشرتابه په اړه شكوك او ??بهات راپېدا كوي