اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد د صارف اپيل منظورولو سره نېشنل بېنك آف پاكستان په بېنك فراډ كېس ك??ې د بدانتظامۍ ذمه وار ګ??ځو??ے ٬ بېنك د ټولو كهاته دا??و په خوارۍ د ګټلي رقم ذمه وار او امانت دار دے، د بينکنګ قوانين له مخې كاروائۍ ترسره كول د وګړو نه بلكې د مېنجر ذمه واري ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شو??و په ورځ د جاري بيان له مخې صدر د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د ايبټ آباد استوګن عاشق حسېن د اپيل منظوري وركولو سره وئيلې دي په ټګۍ وهلې روپۍ دې صارف ته سره د ګټې واپس كړې شي۔ ده ووئيل د نېشنل بېنك سينئر انتظاميه په بېنك برانچ ك??ې د ذمه وار او ايمانداره بېنك چارواكو په تعيناتۍ كښې پاتې راغلې ۔ تفصيلات له مخې يو ساده او نالوستي صارف څخه د برانچ مېنجر لس لكه روپۍ د ټګۍ د لارې وهلې وې او محتسب خپله پرېكړه كښې وګړے د رقم جمع كولو په وخت د بې غورۍ ذمه وار ګ??ځو??ے ٶ، محتسب روپۍ د کيشيئر په ځاے منېجر سره په جمع كولو، په رسيدونو د لاسليك پحقله د ضابطه كارۍ په خلاف ورزۍ وګړي ته ريليف نه دے وركړے۔ صدر وئيلې دي د بېنكنګ قوانين له مخې كاروا??ي بشپړول د منېجر ذمه واري ده د وګړي نه ٬ بېنك ك??ې د ايماندارو عهدېدا??و په تقرر نه كولو د صارفينو باور ته زيان رسېدلے٬ صدر مملکت وئيلې دي په فرض نه تر سره كولو د بې شكه د بېنك عزت ته زيان رسېدلے٬ په برانچ ك??ې د چارواكو لخوا د ټګۍ ناقابل ترديد ثبوت موجود دے۔ ده ووئيل بېنك په دې ډول چارو ك??ې د ذمه وارۍ نه نشي خلاصېدے۔ صدر ډاکټر عارف علوي امر وكړو چې نېشنل بېنك دې په احكامات عملدرامد وكړي او په 60 ورځو ك??ې دې وفاقي محتسب ته رپورټ جمع كړي