اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي عمران خان قام ته دروغ وئېلي٬ټول حقائق اولس ته وړاندې شوي٬د اړي ګړي او جلاؤ ګهيراؤ مقصد اېن آر او غوښتل دي كومه چې نه شي ترلاسه كېدې??او?? انصاف په نظر راتلل پكار دي۔د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته وېنا كولو په مهال شيري رحمان ووئيل د فارن فنډنګ كيس ټول حقائق وړاندې راغلي ځكه چې د ممنوعه فنډنګ د لارې هېواد بدنام كړے شوے ۔دې ووئيل پاكستان تحريك انصاف د دروغو لار نيولې او دومره دروغ وائې چې نن هغه آټش فشاں غر جوړ شوے٬عمران خان 8 كاله د فارن فنډنګ پريكړه وړاندې نه ده پرېښودلې او الېكشن كمېشن او ادارې ئې په فشار اچولو يرغمال كړي??او?? په 34 اكاؤنټس وړاندې راتللو وائي چې لږ مني لانډرنګ وشو نو څه چل وشو٬ دې ووئېل د آئيني پوهانو خيال دے د هغه نااهلي پكار ده او فوجداري مقدمات هم جوړېدل پكار دي۔شيري رحمان ووئيل د درې نيمو كلونو په مهال تحريك انصاف معيشت تباه كړے او كله چې مونږ اقتدار سنبهال كړو نو هېواد ديواليه كېدو ته نزدې ؤ ??ده ووئيل عمران خان بيا بيا قام ته دروغ وئېلي??او?? كله چې د هغه څخه پوښتنه كېږي نو د جلاؤ ګهيراؤ سياست كوي او د هغه عادت د اېن آر او لټون دے۔وفاقي وزيرې ووئيل په هېواد كښې د سېلاب او بارانونو له امله تباهي شوې٬ګڼ شمېر كسان مړه شوي٬د پشكال نوې چپې هم راروانې دي خو هغه د هېواد او قام د ستونزو او پرېشانۍ خيال نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل كشمير چې هغه په كوم ډول خر?? كړے د دې مثال پخوا نه موندلے كېږي٬هغه د خپل حكومت په دور كښې هم د خلقو لپاره ستونزې راپیدا كړې او اوس د اقتدار نه پس هم د احتجاج او انتشار سياست د لارې د هېواد زيان كوي۔دې ووئيل د وګړو د ځان او مال تحفظ د رياست ذمه واري ده او په دې كښې به هېڅ ډول بېغوري زغملې نه شي۔وفاقي وزيرې ووئيل كابينه چې كومه هم پريكړه كوي په متفقه توګه به وي٬چاته به هم قانون په لاسونو كښې د اخستو اجازه ورنه كړې شي