اسلام آباد 14 جولائي (اے پ?? پي) وزیراعظم محمد شېباز شریف د پټروليم مصنوعات په بيعو كښې د كمي اعلان كولو سره وئي??ې دي د پټرول بيعه كښې د ليټر په سر 18.50 روپۍ او د ډيزل په بيعه كښې د ليټر په سر 40:54 روپۍ كمے كوو۔د زيارت په ورځ قام ته پخپله وېنا كښې وزیراعظم شهباز شريف د پټرولیم مصنوعات په بيعه كښې د كمي اعلان وكړو۔ ده ووئيل په بيعو كښې د كمي اطلاق به د جمعې د شپې د دولسو بجو نه نافذ وي۔ ده وئيل د نيلم جهلم منصوبې د 7 كالو په ځاے شل كاله وشول چې ورسره د يو ارب ډالرو منصوبه پنځه اربه ډالره باندې تر سره شوې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د پټروليم مصنوعات په نړيواله كچه د بيعې كمېدو ګټه خپل اولس ته رسوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل تيرو واكمنو زمونږ لپاره مائنونه ښخ كړې وو۔آئي اېم اېف سره ?? لوظنانې په اړه ده ووئيل آئي اېم اېف سره لوظنامه وشوه٬ ?? لوظنامې كرېډېټ د خزانې وزير مفتاح اسماع??ل او د ھغه د ډلې پغاړه دے ٬ الله دې وكړي چې دا آئي اېم اېف سره زمونږ آخري لوظنامه شي۔ ده ووئيل خودانحصاري يوازنۍ لاره ده چې ورسره د قام عزت زياتېږي۔