اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي ??ي تېرو واكمنو هېواد ديواليه ته نزدې كړے ؤ٬ اتحادي حكومت هېواد ديواليه كېدو نه ساتلو لپاره سختې پرېكړې كړي ، مو??ږ هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړے٬ مو??ږ هڅه كوٶ چې په هېواد كښې بې روزګاري زياته نه شي٬ په پټروليم مصنوعات او برېښنا بېخي سبسډي وركول پكار نه وه، كومو څانګو چې ښه پېسه ګټلې په ھغوي لس في??د ټېكس زيات كړے شوے۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل هېواد ديواليه كېدو پلو روان ٶ او په پټرول سبسډي ئې نه شوه زغملې، زه ګڼم چې په برېښنا س??سډي وركول هم نه وه پكار٬ آئي اېم اېف غوښتل چې په پټروليم لېوي دې 30 روپۍ زياته كړې شي خو مو??ږ داسې ونه منل ۔ ده ووئيل كه دا هېواد خودداره ليدل غواړې نو شتمندو له به ټېكس وركول وي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف مو په پي ډي اېل٬ پاور سبسډيز او نورو څيزونو قائل كړے۔ ده ووئيل د 20 زرو نه تر يو لكه په مياشتي آمدن به 2.5 في??د انكم ټېكس وي، هر مياشت به د يو لك نه تر دريو لكهو آمدن باندې 12 في??د انكم ټېكس وركول وي٬ ده ووئېل سپر ټېكس به په بېنكونو او شوګر ملز هم وي او يواځې يو ځل به نافذ وي۔ ده ووئيل مو??ږ ټول په ټېكس نېټ كښې راولو٬ په ??كا??ونو د دريو زرو نه تر لس زرو فكسډ ټېكس لګولے شوے ٬ د سرو زرو په 30 زره ??كا??ونو كښې يوازې 22 ??كا??ونه رجسټرډ دي، مو??ږ په 30 زره ??كا??ونو كوم چې د 300 سكوائرفټ نه كم دي په ھغې د 40 زره روپو فكسډ انكم او سېلز ټېكس لګولے دے۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت 1100 اربه روپۍ سبسډي په پاور سېكټر كښې وركړې او 500 اربه روپۍ سركلر ډېټ جلا دے٬ تېر كال 1500 اربه روپۍ د برېښنا په سبسډي خرڅ كړې شوې، اوس د پټروليم د لېوي حد به د 30 روپو په ځائ 50 روپۍ وي٬ ده ووئېل سږ كال به د كرنټ اكاٶنټ خساره د 17 اربه نه زياته وي