اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء الله وئيلي دي تېر وزيراعظم عمرا?? خان په زندان كښې اچول پكار دي ٬ ھغه په هېواد كښې اړے ګړے خپروي او قام لپاره سېكورټي رسك جوړ شوے ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د هېواد او قام د ځان او مال تحفظ زمونږ وړومبنۍ ترجيح ده٬ هر ګوند د احتجاج حق لري خو دا احتجاج سوله ايز پكار دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د عمرا?? خان په وېنا به اوس خلق بهر نه راوځي خلق د ھغه په دوغژن او په ګمراه سياست پوهه شوي٬ كه قانون كښې په خوا خاطر كښې ونه ساتو نو عمرا?? خان دې زما نه په اټك راپورې شي۔ داخله وزير رانا ثناء الله ووئيل عمرا?? خان د سياست په خيرنولو كښې هېڅ كسر ??ه دے پرېښودے٬ ده ووئېل تر شلو كالو ھغه ورلډ كپ سره ګرځېدو اوس به پ?? دروغو اډانه خط سره شل كاله ګرځي خو ولې اولس د ھغه اصلي څيره پېژندلې ده٬ مونږ د چا په ضد په سياسي انتقام باور نه لرو خو ادارو ته ستغې سپورې ويوونكي داسې نشو پرېښودلے