اسلام آباد 06 جون (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښود شاه خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د برېښنا په لوډشېډنګ كښې د كمي اعلان كړے ٬نن څخه به لوډشېډنګ درې ساعته شي او د 16 جون څخه به 3 ساعته څخه هم كم شي او تر جون به لوډشېډنګ 2 ساعته پاتې شي۔هغه د ګل په ورځ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره مېډيا ته بريفنګ وركولو ۔شاهد خاقان عباسي ووئيل د برېښنا په بحران قابو موندلو لپاره بشپړه هڅې روانې دي٬په هېواد كښې د برېښنا طلب 25000 مېګاواټ څخه زيات دے او په هېواد كښې موجودو ذرائعو څخه يوازې 18 زره مېګاواټ ??رېښا جوړیږي٬د برېښنا پېداوار مو تر 21 زره مېګاواټ ??ه رسولے ٬تق??يب?? د 4 زره مېګاواټ كمے دے چې په سبب يې لوډشېډنګ كېږي٬ده ووئيل د برېښنا لوډشېډنګ به د نن څخه درې ساعته ته راشي٬د ارزانې برېښنا پېدا كولو دوه لوي پلانټ??نه تر نن بشپړ نه شو٬ ده ووئېل تېر حكومت د غلطو او كرپشن يو اوږد داستان پرېښوددې٬په پیټروليم مص??وعات يو فيصد هم ټېكس نه دې لاګو ۔شاهد خاقان عباسي ووئيل كه تېر حكومت په وخت اقدامات كړې وو نو نن به دا حالات نه وو ٬په هېواد كښې چې ټول يونټس پیداوار راكړي نو 27 زره مېګاواټ ??رېښنا به پېدا كېږي۔