اس??ام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ورځپاڼې صنعت د ستونزو او بحران څخه وېستلو لپاره تر 30 جون د پخواني حکومت تشهيري واجبات وركولو سپارښتنه كړې ده۔ وزيراعظم دا سپارښتنه د آل پاکستان نيوزپيپرز سوسائټي ( اے پي اين ايس) پل??وي سره ملاقات كښې په خپلو خبرو اترو كښې كړې ده۔په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مرېم اورنګزيب نه علاوه د وزيراعظم خا?? مرستيال فهد حسېن هم موجود وو۔د اے پي اين اېس صدر سرمد علي په مشرۍ كښې پل??وي كښې سيکريټري جنرل ناز آفرين ،سهګل لاکھاني ، سينئر خبريال مجيب الرحمن شامي، جميل اطهر، شهاب زبيري، محترمه رميزه نظامي ، عمرمجيب شامي، امتنان شا??د، ممتاز طاهر، محسن بلال، اويس خوشنود، وسيم احمد، منير ګيلاني او همايوں ګوهر هم شامل ؤ ۔ وزيراعظم په دې موقع د ورځپاڼې صنعت د ستونزو او بحرانونو څخه وېستلو لپاره لوئ پيکج اعلان کړو او تر 30 جون د پخواني حكومت تشهيري واجبات وركولو سپارښتنه ئې وكړه۔وزيراعظم د پي ټي آئي دور د ورځپاڼو او تشهيري کمپنيو حکومتي واجبات وركولو امر هم وكړو۔ وزيراعظم پل??وي له باور وركړو چې د ګرانۍ په تناسب سره به تشهيري بيعه كښې مناسب اضافه کولې شي۔