اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن پاكستاني قام ته د يوم تكبير مباركي وركولو سره وئېلي دي 28 مئي به د پاكستان په تاريخ كښ?? د آزادۍ ورځې پشان د يو مهم سنګ ميل په توګه تل ياد ساتلے شي٬دا هغه ورځ ده كله چې پاكستان د نړۍ په نقشه د وړومبي اسلامي اتومي قوت په توګه رامخې ته شو۔ده ووئيل د پاكستان نيوكليئر پروګرام په منطقه كښ?? د امن ضامن دے ٬ دې څخه د سوئېلي آسيا منطقه كښ?? ?? طاقت توازن قائم شوے ۔د تعليم وفاقي وزير ووئيل پاكستان اتومي پروګرام چرته چې د پاكستان د قوي دفاع علامت دے هلته د د دې قام د غېر معمولي جرات٬استقامت او بهادرۍ هم اعلان دے ٬ دې څخه د پاكستاني قام د صلاحيتونو څرګندونه كېږي چې هغوي د د سختو حالاتو مخ كېدو هم صلاحيت لري۔ده ووئيل دا ورځ د پاكستان دښمنانو او بدخواو لپاره هم د پېغام ده چې د پاكستان په ضد د جارحيت څرګندونه كوونكو انجام به عبرتناك وي۔ده ووئيل نړيوالو سازشونو يو ځل بيا سر پورته كړے چې په نتيجه كښ?? يې په هېواد كښ?? بدامني٬فسادات او سياسي عدم استحكام ماحول پېدا كېږي٬مونږ له به په يووالي د دې حالاتو مقابله كول وي دغسې چې د ټولو نړيوالو سازشونو بشپړ ځواب وركړے شي۔ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت ميا ??وا?? شريف په مشرۍ او د وزيراعظم شهباز شريف ليډرشپ كښ?? عزم لري او په نيك نيتۍ سره پاكستان معاشي طاقت جوړولو لپاره هر وخت هڅې كوو ٬ انشاﺀ الله هغه وخت لرې نه دے چې پاكستان به ترقي وكړي او په خپلو پښو به اودرېږي