اسل??م آباد 17 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان په معاشي تباهې، ګرانې او بې روزګارې د اولس مجرم دے، هغه ته به ځواب وركول وي. ?? نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې عمران خان تماشا كولو او دروغ وئيلو سره په اولس ظلم كړے، د دې د ځواب نه هغه نه شي تښتېدلې. په خپل ټويټ كښ?? وفاقي وزيرې په كال 2018م كښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ او په كال 2022م كښې د پي ټي آئي د حكومت په مهال د هېواد د پرمختګ په اړه د شمېرو چارټ هم شريك كړے. د دې چارټ له ??خې په كال 2018م كښې د ډالر بېعه 116 روپې وه كومه چې په كال 2022م كښې 189 روپو ته رسېدلې. په چارټ كښې نورې شمېرې هم وركړې شوې. په څلور كاله ??ښې د غربت د ليكې د لاندې كسانو په شمېره كښې د دوه كروړه كسانو اضافه شوې چې پكښې 1.3 كروړ ماشومان شامل دي.