اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې ماحولياتي بدلون پاكستان لپاره د قومي سلامتيا په خطرو كښې شامل دے، په پاكستان كښ?? د ??وبو كمي له امله د وچكالې خطر موجود دے. د اتوار په ورځ اے پي پي س??ه په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ??وئيل چ?? د ??ې صورتحال په وجه پاكستان د ماحولياتي بدلون آغېز سره مخ دے. دې سره د معمول نه زيات د سېلاب او هيټ وېو پېښې په بېلا بېلو ښارونو كښې رامېنځ ته كېږي. هغې ووئيل چې پرمختللي هېوادونه د د پاكستان پشمول د دريمې نړې هېوادونو سره ناانصافي كوي او دوي نظر انداز كوي كوم چ?? د ??وي د ماحولياتو د ځپلو بوج پورته كوي. هغې ووئيل چې ونې كرل نه يوازې ضروري دي بلكې د نړيوالې تودوخې كمولو حل هم دے. دې سره د نورو اقداماتو كولو ضرورت هم دے. په اولس كښې په دې لړ كښې د ش??ور بېدارولو ضرورت هم دے.