لندن 11 مئي (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشر محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د ګوند د قيادت ??هم?? مشاورتي وړومبۍ غونډه وشوه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې د غونډې تفصيلات په اړه ووئيل موجوده حكومت ته په ورثه كښې په ترلا??ه شوې سنګين معاشي٬آئيني او انتظامي بحران محمد نواز شريف ته تفصيلي بريفنګ وركړے شوے او د موجوده معاشي حقائقو څخه محمد نواز شريف خبر كړے شوے۔غونډې ته ووئيل شول اولس د ګرانۍ نور بوج څخه بچ كولو لپاره د پېټرول بيعه زياته نه كړې شوه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل د توان په څانګه كښې د پخواني حكومت راپېدا كړي سنګين بحران٬تېل او اېل اېن جي نه راغوښتلو تفصيلات هم په غونډه كښې بيان كړې شوي ۔په غونډه كښې د ګرانۍ٬لوډشېډنګ څخه اولس خلاصولو او رېليف وركولو په اړه په بېلو سفارشاتو غور شوے۔ دې ووئېل په غونډه كښې په حكومت كښې د راتللو نه پس تراوسه د اقدامات تفصيلي جاج اخستلے شوے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل حكومتي ډلې د معاشي حقائقو په رڼا كښې د سباؤن اقدامات په اړه خپلې رائے وړاندې كړې۔دې ووئيل غونډې د هې??اد په مجموعي سياسي صورتحال هم تفصيلي غور وكړو۔غونډې د 3 اپرېل څخه تراوسه د آئ??ن شكنۍ اقداماتو هم جاج اخستے او په دې اتفاق راغلے چې آئ??ن شكن عناصر به آئ??ن او قان??ن سره مخ كولې شي۔دې ووئيل آئ??ن شكن عناصر په ضد د پريكړې كونكې كاروائۍ لپاره په بېلو تجاويز باندې مشاورت شوے ۔د مسلم ليك(ن)مشر محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د حتمي پريكړو لپاره به سبا بيا غونډه رابللې شي٬ دې ووئېل د سبا په په غونډه كښې به هې??اد او اولس د بحران څخه ويستلو لپاره د حكمت عملۍ منظوري وركولې شي او هې??اد به د معاشي او آئ??ني بحرانونو څخه ويستلو لپاره د حتمي پريكړو اعلان كولې شي۔دغسې د ټولو پريكړو اعلان به د اتحادي ګوندونو په ملاتړ او تائيد سره كولې شي۔