اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د ټاكنو كميسون وئېلي دي د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا تراوسه د اسملۍ د غړو د استعفٰی كوم نوټيفيكېشن نه دے ترلاسه شوے۔د سپيكر څخه د استعفٰی ګانو نوټيفيكېشن په ترلاسه كېدو به د ټاكنو كميسون د قانون له مخې كاروائي ??وي۔د ګل په ورځ دا پريكړه د ټاكنو كميسون چيف كمشنر سكندر سلطان راجه په مشرۍ كښې په شوې غونډه كښې شوې چې پكښې د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خ??ن لخوا د پي ټي آئي د ټو??و اسمبلۍ غړو د قامي اسمبلۍ څخه د استعفٰی ګانو په اړه په ليكلې شوي خط غور وشو۔غونډې ته ووئيل شول تراوسه د كوم غړي د استعفٰی ګانو نوټيفيكېشن د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ته نه دے ترلاسه شوے ۔دا كيس كمېشن ته ترلاسه كېدو سره به په دې كاروائي ??ولې شي۔ بل خوا د ټاكنو كميسون د قامي اسمبلۍ سپيكر او د پنجاب اسمبلۍ سپيكر لخوا د آرټيكل 63 اے له مخې لېږلې شوي كسيز سماعت لپاره د اپرېل په 28مه نېټه او د صوبائي اسمبلۍ د مئي ??ه 6مه نېټه رابللي دي ۔