اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاكستان او سعودي عرب په اولسي كچه د اسلامي ورورولۍ په لازواله رشتو تړلې دي٬پاكستان خپلو د سعودي عرب وروڼو سره خپلو پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د سعودي عرب دورې تيارۍ په اړه د غونډې مش??ي كولو په مهال وكړه۔د ګل په ورځ په غونډه كښې ?? مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړے شاهد خاقان عباسي٬سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاكستان او سعودي عرب په اولسي كچه د اسلامي ورورولۍ په لازواله رشتو تړلې دي٬پاكستان خپلو د سعودي وروڼو سره د پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔وزيراعظم اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې د اړيكو په خاص توګه روزګار٬توان٬فوډ ??ېك??رټي او د تل پاتې سټرټېجك شراكتدارۍ ودې لپ??ره موثر سفارشات مرتب كړئ۔د يادونې وړ ده د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د وزيراعظم شهباز شريف وړومبۍ غېر ملكي دوره ده كومه به چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمينځه د وړاندې څخه موجوده دوه اړخيزه سټراټېجكي اړيكو لا قوي كولو له د ميل كاڼې ثابته شي