اسلام آباد۔6 اپرېل(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون صدر شهباز شريف وئيلي دي د سپريم كورټ زر تر زره ??رېكړه به د اولس په ګټه كښې وي ، د هېواد د معاشي صورتحال په اړه چې كوم خبرونه د نړيوالې ميډيا لخوا راځي هغه د بې چېنۍ او پرېشانۍ سبب ګرځي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د خطرې خبره دا ده چې كه خدائے مه كړه هېواد ډيفالټ شو نو بيا به څه كېږي؟ لوي څښتن دې نه كړي كه هېواد په معاشي توګه ډيفالټ شو نو د دې ذمه وار به حكومت وي۔ ده ووئيل كه په معاشي توګه مونږ تباه شؤ نو بيا نړيوال سازش ته هېڅ ضرورت نشته٬ معاشي پوهان وائي چې كه سياسي بحران دغسې روان پاتې شو نو ډالر به د 200 روپو نه پورته لاړ شي۔ ده وئيل كراچي چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري هم خپل بيان كښې په هېواد كښې م??اشي خطر پلو اشاره ??ړې ده۔ ده ووئيل په يوه مياشت كښې د غېر ملكي زر مبادلې په پنګو ك??ې 4.3 اربه ډالره ??مې شوې دې۔ ده وئيل د سپريم كورټ زر تر زره ??رېكړه د هېواد په ګټه كښې ده۔ ده ووئيل د روژې م??اركه مياشت روانه ده او ګراني بام ته رسېدلې ده۔ په دې م??اركه مياشت كښې اولس ته د ارزانو څيزونو وركولو كوم انتظام نشته۔ ده ووئيل كرنټ اکاؤنټ خسارہ 20 ارب ډ??لر?? ته رسېدلې ده۔ دغسې بجټ او مالياتي خساره ??م 4600 اربه شوې ده٬ تجارتي خساره د 45 اربه نه زياته شوې ده۔ ده ووئيل هر كال حكومت ريكارډ مالياتي خساره ??ړې ده۔