اسلام آباد۔3اپریل (اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم په ضد تحريك عدم اعتماد د آ??ين په آرټيكل 5 په ضد ګرځول كېدو سره مسترد كړې شو۔ د اتوار په ورځ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د اطلاعاتو او خپرونو او قانون وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن موقف اورېدو نه وروستو رولنګ وركولو سره ووئيل د وزیراعظم په ضد عدم اعتماد تحريك بايد د آ??ين او قانون له مخې وي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په ضد عدم اعتماد تحريك د آ??ين آرټيكل 5 په ضد دې نو ځكه زه دا تحريك مسترد كوم۔ دې نه مخكښې فواد چوهدري د اعتراض په نكته ووئيل د مارچ په 7 مه نېټه زمونږ يو سفير په يو آفيشل ميټنګ كښې ګډون كوي٬ زمونږ سفير ته ??ا وئيلي شي چې د عمران خان په ضد تحريك عدم اعتماد وړاندې كولې شي٬ د مارچ په 8 مه نېټه تحريك عدم اعتماد رامخې ته كېږي٬ مونږ ته ??ا وئيلې شي چې پاكستان سره زمونږ اړيكې د عدم اعتماد تحريك كاميابۍ سره تړلې دي٬ كه عدام اعتماد تحريك كاميابېږي نو بيا ??و تاسو ته معافي كولې شي او كه كامياب نه شي نو بيا ??ه ستاسو لاره ډېره سخته ??ي۔ ده ووئيل د بده مرغه د بهرني قوتونو په منشا دلته ?? رجيم بدلولو هڅې روانې دي۔ زمونږ د يو شمېر اتحاديانو او د خپلو 22 كسانو ضمير بېدارېږي او معاملات دې حد ته ??ارسي۔ دا معامله د عدم اعتماد نه٬ د آ??ټيكل 5 اے ده ٬ آيا ?? 22 كروړه اولس رياست دومره كمزورې دې چې بهرني قوتونه دې دلته ??كومتونه بدل كړي؟ آيا ?? بهرني هېواد په مرسته پاكستان كښې رجيم بدلېدې شي؟ آيا ??ا د آ??ين د آ??ټكيل 5 خلاف ورزي نه ده؟ آيا ??مونږ پاكستانيانو هېڅ حېثيت نشته ?? آيا مونږ غلام يؤ ؟ آيا مونږ د اپوزيشن لارښود د وېنا له مخې سوالګري يؤ؟ كه مونږ غېرت مند يؤ نو دا تماشا چلېدې نه شي۔ د چيئر لخوا بايد په آرټیکل 5 اے رولنګ راشي۔ په دې ډپټي سپيكر رولنګ وركولو سره ووئيل د آ??ين آرټيكل 5 لاندې دا هر يو وګړي ذمه واري ده چې هغه خپ?? رياست سر?? وفادار پاتې شي۔ ده ووئيل د عدم اعتماد تحريك شاته يو غېر ملكي سازش دې له دې كبله زه دا رولنګ وركوم چې مونږ دا تحريك مسترد كوؤ۔ دې سره هغه د قومي اسمبلۍ غونډه تر نامعلومه مودې وځنډوله۔ په دې مهال حكومتي غړو د سپيكر كرسۍ په خپل حصار كښې واخسته ??و دا نعرې يۍ پورته كړې: د امريكا چې څوك يار دے غدار دے ٬ غدار دے۔