اسلام آباد۔13مارچ(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان سره د غر په ??ير مضبوط ولاړ يم٬ اپوزيشن دې د بې باورۍ تحريك راوړ??و وجه وښائي٬ اوورسیز پاکستانیان دې د هېواد پرمختګ لپاره راوړاندې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د اوروسيز پاكستانيانو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ داخله وزير ووئيل په نړۍ كښې مې د دې نه زيات بېوقوفه اپوزيشن نه دې ليدلې۔ دوئي دې د بې باورۍ تحريك راوړ??و وجه وښائي۔ داخله وزير ووئيل په هېواد كښی به سياست د 15 م??رچ نه وروستو پېل شي٬ په دې مهال كه مليشي?? يا سول مليشيا دلته راغله نو په ضد به ئې سخته كارروائي كولې شي۔ هغه ووئيل كه اپوزيشن ته امنيت پكار وي نو مونږ ته دې ووايي كه ضرورت وي نو پوځ هم طلب كولې شم۔