اسلام آباد 11 ما??چ (اے پي پي(د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي مسلم ليګ(ق)او اېم كيو اېم د پي ټي آئي حكومت ملاتړ كوي۔د جمعې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د دواړو سياسي ګوندونو مشرانو د پي ټي آئي حكومت سره د شراكتدارۍ په اړه ښكاره بيان وركړے۔ده ووئيل يوازې قياس كېږي چې د اتحاديانو د پي ټي آئي مشرتابه سره مسئلې موجود دي۔وفاقي وزير ووئيل مسلم ليګ(ق)د پنجاب په مشرتابه د تحفظات څرګندونه كړې وه۔د اېم كيو اېم په اړه ده ووئيل وفاقي حكومت د اېم كيو اېم په مرسته ډېرې پروژې پ??ل كړي او د ??هم?? شراكتدارو مرستې سره وړاندې ځي۔د عدم اعتماد تحريك په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اپوزېشن سره د عدم اعتماد تحريك لپاره مطلوبه نمبر نشته۔ده ووئيل تحريك انصاف د عدم اعتماد تحريك څخه وړاندې په وفاقي پلازمينه كښې د لويې جلسې كولو پريكړه كړې